د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۶

د ملګرو ملتونو پراختيايي اداره: د افغانستان د اقتصادي بيا رغونې لپاره کار کوو


ارشيف
ارشيف

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې (UNDP) مشر عبدالله ال درداري د خلیج د همکارۍ سازمان (GCC) د غړو هېوادونو په غونډه کې وویل، UNDP د افغانستان د اقتصادي بیارغونې لپاره کار کوي.

هغه وويل، UNDP د وړو کاروبارونو او په سیمه‌ييزه کچه د ښځو او نارينه وو له کاروباره په ملاتړ سره د افغانستان اقتصادي وضعيت د ودې په لټه کې دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې استازي عبدالله ال درداري خلیجي هېوادونو ته په خپل پیغام کې ویلي، چې په افغانستان کې له ستونزو او ننګونو سره سره دغه هېواد په ناهیلي حالت کې نه دی.

هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې اقتصادي بیارغونه هغه څه دي چې د دوی د کاري اجنډا په سر کې ځای لري.

نوموړي ويلي:"(UNDP) خپلې هڅې يې پیل کړي چې په افغانستان کې اقتصادي وضعیت بېرته ښه کړي هغه هم د ټولنې د فعالیتونو د کچې د لوړولو، د کوچنیو کاروبارونو او د ښځو د سوداګریو نه په ملاتړ، څو ډاډمن شو چې سیمه‌يیز جوړښت د اقتصادي بیا رغونې لپاره اجازه ورکوي."

افغانستان کې له يوې خوا د لوږې ګواښونه شته او بل پلو په ډېر شمېر کې خلک بېکاره دي.
افغانستان کې له يوې خوا د لوږې ګواښونه شته او بل پلو په ډېر شمېر کې خلک بېکاره دي.

نوموړي د غونډې برخه والو ته په خپل پيغام کې وويل، چې د ملګرو ملتونو پراختيايي اداره غواړي له دوى سره په ګډه کار وکړي او په خبره يې د يادو هېوادونو خصوصي مرستو ته اړتيا لري.
د یو ان ډي پي افغانستان څانګې د مشر دا خبرې پرون په یوه ویډیويي پيغام کې د یادې ادارې په ټوېټر پاڼې خپور شو.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې په پیغام کې راغلي چې افغانستان کې خلکو د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ راهیسې اوه لکه /۷۰۰ زره دندې له لاسه ورکړي او افغانستان د ۲۰ سلنه اقتصادي ځوړ شاهد دی.

د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې ويلي، دوی د يو اوږد مهاله پلان پر اساس هڅه کوي چې افغانستان کې اقتصادي وضعيت بېرته ښه شي.
د ملګرو ملتونو پراختيايي ادارې ويلي، دوی د يو اوږد مهاله پلان پر اساس هڅه کوي چې افغانستان کې اقتصادي وضعيت بېرته ښه شي.

په افغانستان کې له کوویډ-۱۹ وروسته اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره ویل شوي چې د اګست له ۱۵ مې مخکې د دغه هېواد اقتصادي رکود ۷۰ سلنه و.

د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې استازي عبدالله ال درداري په دې پیغام کې د خپلو خبرو په دوام وویل چې تر ۲۰۳۰ کال پورې باید په افغانستان کې ۱۲ میلیونه دندې پيدا شي څو بېرته هغه اقتصادي حالت ته دا هېواد ورسول شي چې په ۲۰۱۵ کال کې وو.

هغه وخت افغانستان د کال میلیاردونه ډالره بهرنۍ مرستې ترلاسه کولې او ګڼو خلکو یې په ملي او نړیوالو ادارو او موسسو کې کار کاوه.

د ملګرو ملتونو د پراختيايي ادارې د استازي په پيغام کې راغلي: "موږ باور لرو چې په دریو کلونو کې به د یوې چټکې ستراتیژۍ پر اساس، دوه میلیونه افغان نارینه او ښځو ته د کار زمینه برابره کړو. موږ غواړو له تاسو سره په دې ستراتیژۍ کار وکړو. دا له ښکته نه مخ پورته ستراتیژي ده."

د دې تګلارې په اړه نور جزیات تر اوسه نه‌دي ورکړل شوي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په نیمايي کې طالبانو د افغانستان واک ترلاسه کړ.

له هغه وخت راهیسې ګڼې بهرنۍ مرستې په دې هېواد ودرېدلې او د افغانستان بانک څه باندې ۹ میلیارده ډالره شتمني چې اوه میلیارده یې امریکا او پاتې یې اروپا کې وه کنګل شوه.

طالبانو د دې شتمني کنګلتیا د اقتصادي وضعیت د خرابېدو یو لوی لامل وباله خو د راپورونو په اساس د طالبانو حکومت لسګونه زره پخواني کارکوونکي په کور کېنولي او پر ځای یې خپل کسان ګمارلي دي.

له دې برخې هغه ښځې ډېرې زیانمنې شوي چې د کور د نفقې راوړلو مسوولیت یې په غاړه وو.

XS
SM
MD
LG