د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۱

د امریکا د کانګرس غړی: پوتین باید د اوکراین جګړه کې بریالی نه شي


د عکس ښي لور ته د امریکا د کانګرس غړی ادام سمیت او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د روغبړ پرمهال
د عکس ښي لور ته د امریکا د کانګرس غړی ادام سمیت او چپ لور ته د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي د روغبړ پرمهال

د امریکا د کانګرس یو غړی وايي، چې اوکراین ته د اوږده واټن ویشتونکو وسلو سپارل له روسیې سره په جګړه کې د دې هېواد د بریا لپاره مهم دي.

د امریکا د کانګرس د استازو جرګې د پوځي خدماتو د کمیټې مشر ادام سمیت وايي، له روسیې سره په جګړه کې د اوکراین د بریا لپاره د اوږد واټن ویشتونکي توغندي اساسي رول لري.

د استازو جرګې دې دیموکرات غړي پرون وویل، دی هڅه کوي د اوکراین لپاره ډېر ژر د راکټونو د توغولو هغه ۳۰ سیسټمونه ترلاسه کړي چې کییف یې ۵۰ دستګاوې غوښتې وې.

هغه زیاته کړه، په دې جګړه کې به هغه لوری چې لیرې واټن ویشتلی شي، په غوره دریځ کې وي.

د آزادۍ راډیو له اوکرایني څانګې سره په دې ځانګړې مرکه کې ښاغلي سمیت زیاته کړه، چې ولسمشر ولادیمیرپوتین پر اوکراین له دې کبله حمله نه ده کړې چې د خطر احساس یې کاوه بلکې ځکه یې دا کار وکړ چې غواړي د بېرحمانه او بې دلیلو حملو له لارې د روسیې قلمرو پراخ کړي.

ادام سمیت چې اوس اوس یې په کانګرس کې د دواړو ګوندونو له یوشمیر استازو سره په ګډه کییف ته سفر کړی و، د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره هم ولیدل.

د اوکراین د جګړې یوه صحنه
د اوکراین د جګړې یوه صحنه

متحدوایالاتو لا مخکې د هیمارس په نوم د چټک خوځښت د وړتیا لرونکي یوشمېر راکټي سیسټمونه اوکراین ته ورکړي دي او په دې وروستیو کې یې د څلور نورو دې ډول سیسټمونو سپارل هم تایید کړل.

لویدیځو متحدانو هم اوکراین ته M270 ډوله سیسټمونه چې په یو وخت کې ګڼ راکټونه توغولی شي ورکړي دي.

دا توغندي کولای شي د دښمن د جبهې له لومړۍ کرښې ډېر وړاندې اهداف په ډېر دقت سره په نښه کړي.

سمیت آزادۍ راډیو ته وویل، د ټولې نړۍ ګټه په دې کې ده چې پوتین په دې جګړه کې بریالی نه شي ځکه که بریالی شي نو د ده په وینا هرڅوک به د نړۍ په هره برخه کې هرڅه چې غواړي کوي به یې.

XS
SM
MD
LG