نړۍ
چارواکي: روسي ځواکونو د اوکراین په ختيځ کې درانه زیانونه اړولي

اوکرایني چارواکي وايي، روسي ځواکونو د اوکراین پر ختیځو ښارونو لیسیچانسک او سیویرو دونېڅک د بمباریو پرمهال درانه زیانونه اړولي دي او لاهم خپلو حملو ته دوام ورکوي.
لوهانسک سیمې پوځي والي سیرهي هایدای نن پر ټولنیز شبکو په یوه بیان کې وویل، چې د سویرودونېڅک صنعتي سیمه او لیسیچانسک کې د روسیې پوځي عملیاتو یو انساني ناورین رامنځ ته کړی دی.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د روسي ځواکونو په ختیځه دونباس سیمې کې خپلو عملیاتو ته زور وکړی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت؛ په کشمیر کې پر سیلانیانو ډزې ترهګریز او نه بښونکی عمل دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا څانګې پر خپلې ایکس پاڼې/ پخواني ټویټر د هند تر ولکې لاندې کشمیر ایالت کې پر سیلانیانو ډزې یو ترهګریز او نه بښونکی عمل بللی دی.
وړاندې دغه وزارت ویلي، حالات څاري او د پېښې عاملانو ته باید سزا ورکړل شي.
د سه شنبې په ورځ د هند تر واک د کشمیر په یوه تفریحي سیمه وسله والو پر سیلانیانو ډزې وکړئ چې ۲۶ کسان يې ووژل.
فرانس پریس خبري اژانس وايی، له ۲۰۰۰ کال راهیسې دا په سیمه کې تر ټولو خونړۍ پېښه ده.
تراوسه د برید مسولیت چا یا کومې ډلې منلی نه دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ را روانه میاشت منځني خیتځ ته سفر کوي

د امریکا ولسمشر ډونالډ راتلونکې اونۍ منځني خیتځ ته ځي او له دریو هېوادونو لیدنه کوي.
د فرانس پریس خبري اژانس د راپور له مخې، دا خبره د سپینې ماڼې ویاندې کارولین لیویت د سه شنبې په ورځ کړې ده.
تمه ده ټرمپ د شنبې په ورځ واتیکان ته لاړ شي څو د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس په جنازه کې ګډون وکړي.
لیویت په سپینه ماڼې کې په یوې خبري ناسته کې وویل،"ټرمپ به د مې میاشتې له۱۳ تر۱۶مې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي".
اغلې لیویت د ټرمپ د سفر په اړه نور جزیات ور نه کړل.
روسيې پر اوکرایین تازه بریدونه کړي چې د ماشومان په ګډون شل کسان په کې ټپیان دي

روسیې یو ځل بیا د سه شنبې په ورځ د اوکرایین په یو شمیر ښارونه کې د استوګنې ودانۍ په نښه کړي دي.
په دې بریدونو کې یو تن وژل شوی او د ماشومان په ګډون شل نور ټپیان دي.
د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا بریدونه "عمدي ترور" بللي دي.
د ازادي راډیو د خبر مرکزي څانګې د زاپوریژریا د والي ایوان فیدوروف په حواله لیکلي، " د سه شنبې په ورځ په دوو بریدونو کې چې هدایت شوي بمونه وو، یو ښځه وژل شوي او ۳۸ نور ټپیان دي".
د فیدوروف په ټکو، په ټپیانو کې یو څلور کلن ماشوم او یوه امیندواره ښځه هم شامل دي.
د اوکرایین پر خارکیف ښار د بې پیلوټه الوتکو د بریدونه راپورونه ورکړل شوي خو د بریدونه له کبله د احتمالي مرګژبلې په اړه څه ویل شوي نه دي.
روسي ځواکونو بیا د شپې له خوا د اودیسا پر بندري ښار د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو د استوګنې ودانۍ په نښه کړي چې له کبله يې پراخه اورلګیدنه رامنځته شوې ده.
روسیه پر اوکرایین په داسې حال کې پراخ بریدونو ته دوام ورکوي چې په جګړه کې د اوربند د ترلاسه کولو لپاره ډیپلومایټکي هڅې هم روانې دي.
ولسمشر ټرمپ د پاپ د خاورته سپارلو په مراسمو کې ګډون کوي

واتیکان اعلان وکړ چې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر پاپ فرانسیس د تدفین مراسم به د راتلونکې شنبې په ورځ د واتیکان په سن پیټر میدان کې ترسره شي.
ټاکل شوې ده چې د نړۍ له بیلابیلو سیمو جګپوړي چارواکي په دې مراسمو کې ګډون وکړي.
په دې ترڅ کې د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپله خواله رسنۍ کې اعلان کړی دی چې له خپلې میرمنې ملانیا ټرمپ سره به د پاپ د خاورته سپارلو په مراسمو کې برخه واخلي.
دا به وروسته تر دې چې د جنوري په شلمه ښاغلي ټرمپ د امریکا د ولسمشر په توګه لوړه وکړه، بهر ته د ده لومړی سفر وي.
د سرو زرو بییې د نړۍ په بازارونو کې په بیساري ډول جګې شوې

سره زر نن د نړۍ په بازارونو کې یو اونس په درې زره پنځه سوه ډالرو وپلورل شول چې دا قیمت د طلا په تاریخ کې بیساری دی.
د راپورونو له مخې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفو تر اعلان او د امریکا د مرکزي بانک پر مشر د هغه تر نیوکو وروسته، پانګه وال د سرو زرو اخیستو ته هڅول شوې دي.
په تیرو دریو اونیو کې په نړۍ کې د سرو زرو بییې پنځلس په سلو کې زیاتې شوې دي.
زیلینسکي: روسیه دې اوربند وکړي، ملکي اهداف دې نه په نښه کوي

د اوکراین ولسمشر وایي، دی د روسیې له لورې، چې ملکي اهداف په نښه کوي، د اوربند د منلو په خاطر ښکاره ځواب ته انتظار کوي.
ولودومیر زیلینسکي پرون په یوه ویډیویي پیغام کې څرګنده کړه چې اوکراین دې ته ژمن دی چې پر ملکي اهدافو بریدونه ونه شي.
بل لور ته د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د دوشنبې په ورځ( د اپریل ۲۱) د جګړې له پيله تر اوسه د لومړي ځل لپاره له اوکراین سره د خبرو اترو وړاندیز وکړ.
زیلینیسکي د پوتین وړاندیز ته مستقیم ځواب ورنه کړ خو ویې ویل چې اوکراین د اوربند په اړه چې پر ملکیانو بریدونه ونه شي هر راز خبرو ته چمتو دی.
کییف او مسکو د امریکا د متحد ایالتونو له لورې تر فشار لاندې دي چې خبرو ته سره کښیني او دا جګړه پای ته ورسوي.
پر اوکرایین له یرغل وروسته، پوتین د لومړي ځل لپاره له دې هېواد سره د خبرو اترو موضوع یاده کړې ده

د اوکرایین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وايي، د روسیې له خوا روښانه ځواب ته په تمه دی چې ایا پر ملکي اهدافو د بریدونو په تړاو اوربند ته لېوالتیا لري او کنه.
زلنسکي تیره شپه په یوه وینا کې ویلي،" اوکرایین پر ملکي اهدافو د بریدونو د دریدو په اړه پر خپل وړاندیز ولاړ دی او په دې برخه کې هر ډول خبرو اترو ته چمتو دی".
بل پلو، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له زلنسکي مخکې په وینا کې د لومړي ځل لپاره له اوکرایین سره د خبرو اترو موضوع مطرحه کړې ده.
که څه هم زلنسکي په مستقمه توګه د پوتین د خبرې ځواب ورنه کړ، خو په ټکو يې " د هر ډول خبرو اترو لپاره چې د اوکرایین پر ملکي اهدافو بریدونه دروي، تیار دي".
امریکا پر دې وروستیو کې پر اوکرایین او روسیې فشار زیات کړی چې د سولې په خبرو کې پرمختګ وکړي.
خو د یسټر یا سپیڅلي اختر له اوربند وروسته، دواړه خواو پر یو بل بریدونه له سره پیل کړي.
پوتین د اپریل په ۱۹مه په یو اړخیز ډول ۳۰ساعته اوربند اعلان کړی و.
جي دي ونس؛ له هند سره مو د سوداګرۍ په برخه کې په ځینو حل لارو هوکړه کړې

د امریکا د ولسمشر مرستیال جي دي ونس او د هند صداعظم نریندرا مودي پرون دوشنبې اعلان وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په برخه کې پرمختګونه شوي دي.
د رویتر خبري اژانس د راپور له مخې، دا پرمختګ په داسې حال کې دی چې هند هڅه کوي د امریکا د لوړو تعرفو مخه ډب او د ټرمپ د ادارې ملاتړ ترلاسه کړي.
جي دي ونس د دوشنبې په ورځ د غیرکاري سفر په ترڅ کې هند ته تللی دی.
د امریکايي چارواکو په خبره، جي دي ونس د تاج محل لیدو ته ورغلی او په جیپور ښار کې يې وینا درلوده.
د مودي د دفتر د بیان له مخې، دواړو مشرانو د انرژۍ، دفاع او د تکنالوژۍ په برخو کې د همکاریو پر پراختیا خبري کړي دي.
د ټرمپ اداره بیا وايي، هند او امریکا د سوداګرۍ د دوام لپاره پر یوې حل لارې هوکړه کړې ده.
نریندار مودي د نړۍ له مشرانو لومړی هغه و چې د ټرمپ د دویمې کاري دورې له پیل وروسته يې له هغه سره وکتل.
ټرمپ هیله مند و چې پوتین به په روانه اونۍ کې اوربند ته غاړه کیدي، خو روسیې پر اوکرایین تازه بریدونه کړي

د روسیې بې پیلوټه الوتکو او توغندو یو ځل د اوکرایین پلازمینه کیف او یو شمیر نور ښارونه په نښه کړي دي.
په دې بریدونو کې په خرسون کې ښار کې یو تن ټپي شوی دی.
دا بریدونه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغوو څرګندونو یوه ورځ وروسته دي چې ویلي و، "هیله مند دی اوکرایین او روسیه په روانه اونۍ کې د سولې په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي".
بل پلو، اوکرایین د روسیې پر بلګردا ښار د توغندو او بې پیلوټه الوتکو بریدونه کړي دي.
د دې بریدونو له کبله د احتمالي مرګژبلې جزیات خپاره شوي نه دي.
د اوکرایین او روسیې ترمنځ د ډپیلوماټیکو اړیکو په ډګر کې بیا کرملین د اوربند په اړه څه ویلي نه دي، خو د امریکا د استازي کیت کلېګ د هغوو څرګندونو هرکلی کړی چې ویلي و،" اوکرایین به ونه شوي کولی چې له ناټو سره یو ځای شي".
تمه ده په همدې روانه اونۍ کې د امریکایي، اروپايي او اوکراییني چارواکو ترمنځ له روسیې سره د سولې د مذاکراتو په اړه په لندن کې ناسته جوړه شي.
د راپورونو له مخې د اوکرایین په چارواکو د امریکا ځانګړی استازی غواړي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یو ځل بیا وګوري.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که چیرته د اوکرایین او روسیې ترمنځ ژر اوربند ونشي امریکا به له دې مذاکراتو وځي.
پاپ فرانسېس د ۸۸ کلونو په عمر مړ شو

واتیکان په یوه بیان کې تأیید کړه چې پاپ نن سهار د واتیکان په وخت ۰۷:۳۵ دقیقې، مړ شوی دی.
د نړۍ د کاتولیکانو مشر په تېرو څو اوونیو کې څو ځله په روغتون کې بستري شوی و.
دی د لاتینې امریکا د یوه هېواد نه لومړنی د کاتولیکانو مشر و.
ارجنتاین کې زېږېدلی خورخه ماریو بیرګولیو په ۲۰۱۳ کال کې د نړۍ د کاتولیکانو د مشر په توګه ګمارل شوی و.