د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

د اسلام پيغمبر په اړه د دوو هندي سياستوالو څرګندونو غبرګونونه پارولي


د بهاراتیا جاناتا ملتپال ګوند بيرغ
د بهاراتیا جاناتا ملتپال ګوند بيرغ

افغانستان په ګډون څو اسلامي هېوادونو د اسلام د پیغمبر په اړه د هند د واکمن ګوند د دوو پخوانیو چارواکو د لانجمنو څرګندونو پر وړاندې سخت غبرګون ښودلی.

لږترلږه پنځو اسلامي هېوادونو د اسلام پیغمبر ته د دوو پخوانیو هندي چارواکو د سپکاوي په ځواب کې رسمي غبرګون ښودلی او د افغانستان او پاکستان چارواکو د هغوی څرګندونې په کلکه غندلې دي.

دا لانجمنې څرګندونې د صدراعظم ندریندر مودي د بهاراتیا جاناتا ملتپال ګوند ویاندې نوپور شرما په مې میاشت کې په یوه ټلویزیوني پروګرام کې کړي او بل ویاند یې نوین جیندال پر ټویټر لیکلي.

رسنیو دا څرګندونې نه دي خپرې کړي ځکه د مسلمانانو احساسات پاروي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد پرون- یکشنبې پر ټویټر ولیکل، چې دوی د اسلام ستر پیغمبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ګستاخانه الفاظ په کلکو ټکو غندي او د هند له حکومته غواړي چې دې ډول معتصبو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې د اسلام مبارک دین ته سپکاوی وکړي او د مسلمانانو احساسات وپاروي.

قطر او کوېټ د یکشنبې په ورځ په دې هېوادونو کې د هند سفیران د اعتراض لپاره احضار کړل.

د قطر د بهرنیوچارو وزارت له نوې ډيلي غوښتنه وکړه چې له دې کبله رسمي بخښنه وغواړي.

سعودي عربستان او ایران د هند پرضد رسمي اعتراض ثبت کړ او د اسلامي همکاریو سازمان وویل، دا هندي چارواکي دا وینا داسې مهال کوي چې په هند کې له اسلام څخه کرکه او له مسلمانانو سره په سیستماتیک ډول ناوړه چلند کېږي.

د پاکستان د بهرنیوچارو وزارت هم نن دوشنبې په اسلام آباد کې د هند سفیر احضار کړ او اعتراض یې ور وسپاره.

د بهاراتیا جاناتا ملتپال ګوند دوو چارواکو د خپلو څرګندونو له کبله رسمي بخښنه غوښتې ده.

همداراز ياد ګوند د شرما دنده ځنډولې ده او جیندال یې له کاره لیرې کړی دی.

نوموړي ګوند په یوه بیان کې ویلي، چې د ټولو مذهبونو شخصیتونو ته سپکاوی غندي.

XS
SM
MD
LG