د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۶

شپیګل: هره ورځ زرګونه افغانان د بېوزلۍ او ناهیلۍ په خاطر وطن پرېږدي


ارشیف: نیمروز کې له ایران راشړل شوي افغانان. December 3, 2017
ارشیف: نیمروز کې له ایران راشړل شوي افغانان. December 3, 2017

شپیګل:

شپیګل خپرونې له افغانستانه د وتونکو افغانانو او د هغوی په ستونزمنو مزلونو یوه مقاله خپره کړې ده.

د مقالې په لیکنه هره ورځ زرګونه افغانان د بېوزلۍ او ناهیلۍ په خاطر له افغانستانه وځي.

لیکوال د نیمروز مرکز زرنج ته تللی او هلته یې له هغو لسګونه افغانانو سره لیدلي چې ایران ته د اوښتو په تمه دېره دي.

د راپورونو له مخې ایران له افغانستان سره په پولو باندې څار زیات کړی او هغو خلکو ته چې د ویزو د اخیستلو او قانوني تګ وس نه لري اوس یواځې د نیمروز له لارې ایران ته د اوښتو قاچاقي لار پاتې ده.

لیکوال وایي، د شپې په دوه نیمو بجو قاچاقبر ایران ته د تلو په هیله دېره افغانان له یوه سرحدي کلي په دښتو کې د ایران په لور بیايي او پولې ته نږدې یې د بل قاچاقبر په لاس سپاري.

شپېګل لیکي، لاره ستونزمنه ده، دښتې دي، زاړه او واړه ستړي کېږي خو بله چاره نه لري او مجبوره دي مخته لاړ شي.

ایراني چارواکو ادعا کړې، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې تر یو میلیون افغانان دغه هېواد ته تللي.

له هغې خوا هم د راپورونو په اساس یواځې د کال په دریو میاشتو کې تر دوه نیم لکه افغانان بېرته ډیپورټ/راشړل شوي.

سټېټسمن:

سټېټسمن هندۍ ورځپاڼې د طالبانو په وړاندې په زیاتېدونکي مقاومت یوه مقاله خپره کړې ده.

په مقاله کې راغلي په پنجشېر کې چې د مقاومت اصلي مرکز دی تېرې څو اوونۍ د طالبانو پر وړاندې سخته جګړه شوې ده.

سټېټسمن د مقاومت د جبهې ادعاو ته اشاره کړې، چې د پنجشېر په دره ولسوالۍ کې لسګونه طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.

طالبانو بیا یواځې د خپلو شپږو سرتیرو وژل کېدل تایید کړي او په ځواب کې یې د مقاومت جبهې خلکو ته د مرګژوبلې په اړولو سربېره ادعا کړې چې د دې جبهې اړوند لسګونه کسان یې نیولي.

XS
SM
MD
LG