د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

د افغانيو د ارزښت ساتلو په خاطر افغانستان بانک نن ۱۲ ميليونه امريکايي ډالر ليلاموي


ارشيف
ارشيف

د افغانستان بانک وايي نن یکشنبه شا خوا ۱۲ ملیون ډالره په دې خاطر لیلاموي، چې په مرسته یې په بازارونو کې د امریکايي ډالرو په وړاندې د افغانیو بیه ثابته وساتل شي.

د دغه بانک ویاند صابر مومند، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل:

“د افغانستان بانک غواړي د رمضان میاشتې پر ۲۳مه، نن یکشنبه د داوطلبۍ له لارې د اړتیا په صورت کې ۱۲ ملیونه امریکايي ډالره لیلام کړي.”

د افغانستان بانک په هرو څو ورځو کې په دې بڼه امریکايي ډالر بازار ته باسي چې هم د افغانیو ارزښت ثابت وساتي او هم تر یوه حده په بازارونو کې د ضروري موادو بیې ټیټې شي.

که څه هم د امریکايي ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت یو څه لوړ شوی او پرون یو امریکايي ډالر په څه باندې اووه اتیا افغانیو تبادله کېده، خو لا هم په بازارونو کې د خوراکي او غیرخوراکي موادو بیې ټیټې شوې نه دي.

د ایکو سازمان د سوداګرۍ او صنایعو خونو پخوانی لوی رئیس اذرخش حافظي یوه حل لار دا ګڼي چې صادرات د وارداتو په پرتله ډېر شي.

نوموړی وايي:

“اصلي لار دا ده چې زموږ صادرات د وارداتو په پرتله زیات شي. له دې سره زموږ ملي کرنسۍ پرته له دې چې پیسې تزريق شي او د ارزښت د پورته ساتلو هڅه یې وشي، خپل ثبات ته رسېږي. قیمتونه هم د اسعارو په نرخ پورې اړه لري، کله چې په نړیوال مارکیټ کې قیمتونه لوړ او د افغانیو په مقابل کې د ډالرو ارزښت زیات شي، دلته هم قیمتونه لوړېږي. ځکه زموږ ملي تولید ډېر کم خو ملي اړتیاوې زیاتې دي.”

خلکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې شکایت کړی، چې په وروستیو میاشتو کې او اوس د روژې له راتګ سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې دومره لوړې شوي، چې عادي کسان د ډېرو ساده توکو د رانیولو وس هم نه لري.

XS
SM
MD
LG