د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۴

الجزیره تلویزون:اسرایيل دې سامر علاوي راخوشې کړي


د الجزیره د تلویزون غړي
د الجزیره د تلویزون غړي
په کابل کې دالجزیري د تلویزیون او د ګڼ شمېر افغان رسنیو خبریالانو له اسراییلو وغوښتل، چې د الجزیري تلویزیون د کابل د دفتر مسئول چلوونکي دي خوشې کړي.

په کابل کې د الجزیري د تلویزیون مسئول چلوونکي سامر علاوي څلور ورځې مخکې د فلسطین او اردن ترمنځ ګډه پوله کې اسراييلي ځواکونو نیولی دی.

د ګڼ شمېر افغاني رسنیو او په کابل کې د الجزیري د تلویزیون خبریالانو او کار کوونکو په کابل د الجزیري د تلویزیون پر مشر لګیدلي تورونه د یوې اعتراضیه غونډې په ترڅ کې رد کړل.

د دې تلویزیون کارکوونکو ویل، په کابل کې د الجزیري د تلویزیون مشر سامر علاوي اسراییلي سرحدي ځواکونو په دی پلمه نیولی، چې ګواکې د حماس له ډلې سره اړیکي لري.

راپورونه وایي، چې سامرعلاوي څلور اوونۍ مخکې په داسې حال کې چې له فلسطين څخه د افغانستان په لور خوځیدلی، د فلسطين او اردن په پوله کې اسراییلو نیولی دی.

په کابل کې د الجزیري د تلویزیون اداری مسئول محمدصدیق فراموش ازادۍ رادیو ته وویل چې علاوي یو عادي ژورنالیست او د حماس له ډلې سره هیڅ اړیکي نه لري:

« دا تور یي پرې لګولې چې ګواکې دی د حماس د ډلې غړی دی، سره له دې کار او د کار ځای یي ور څخه پوښتي، خو بیا نیول شوی، دلته له موږ سره افغان ژورنالیستان یوځای شوي او په ګډه له اسراییلو غواړو، چې علاوي دې راخوشې کړي.»

صدیق فراموش وویل، سامر علاوي د فلسطین تبعه دی له شاوخوا څلورویشتو کالو راهیسي یي په هند، پاکستان، افغانستان کې ژورنالیستیکي دندې ترسر ه کړي دي.

همدارنګه له دې مخکې یي د العربیه او د الاخبارعربستان سعودي په تلویز یونونو کې هم کار کړی دی.

افغان خبریالانو د علاوي پر نیول کېدو اندیښته وښوده او له اسراییلونه يي په کلکه وغوښتل چې علاوي دې ازاد کړي .

یوه افغان ژورنالیست وویل:

« خبریالان تل د مختلفو بنیادنو د دسیسو او توطيو ښکار شوي دي شکنجه کیږي، بندیانیږي او وژل کیږي هم، موږ پر اسراییلو غږ کوو چې علاوي دې ژر تر ژره خوشې کړي.

تر څو ټول خبریالان له اندیښنو پرته خپلې دندې ترسره کړي.»

علاوي لومړی ژورنالیست نه دی، چې له داسې ګواښ سره مخ کیږي بلکه له دې مخکې هم د نړۍ په مختلفو سیمو خبریالان له ورته ګواښونو سره مخ شوي دي.

افغان ژورنالیستان هم له دغو پېښو په امن کې نه دي او داسې کال نه دی راغلی چې یو شمېرافغان ژورنالیستان دی په کې له مرګ او مرګوني پېښو سره مخ شوي نه وي.

خان محمد سیند، کابل
XS
SM
MD
LG