د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۳

ویره او نامعلوم برخلیک، په افغانستان کې د ښځینه پوځیانو ژوند ته کتنه


ویره او نامعلوم برخلیک، په افغانستان کې د ښځینه پوځیانو ژوند ته کتنه
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو چې پرافغانستان د طالبانو له بیا ځلي واکمنیدو سره ړنګ شول، په لیکو کې له درې زره زیاتو ښځو دندې ترسره کولې. اوس یوشمیردغې ښځې له افغانستانه وتلي، یوشمیرنورو یې د افغانستان دننه پټ ژوند ته مخه کړې او ډیرې کمې یې په ملکي برخو کې په کارونو بوختې دي. د طالبانو له خوا د ښځو په ګډون د پخوانیو افغان امنیتي ځواکونو د په سلګونو غړیو د وژل کیدو راپورونه ورکړل شوي دي. طالبان وایي، عمومي بښنه یې اعلان کړې او دغه راپورونه ردوي. طالبان د پخوانیو پوځیانو د وژنو لامل شخصي دښمنۍ بولي، خو اکثره پوځیان چې تراوسه په افغانستان کې اوسي، وایي، په آرام خوب نشي کولای. په دې راپورکې د هغو دوو ښځو ژوند ته کتنه شوې چې د طالبانو له واکمنۍ مخکې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو غړې وې.

XS
SM
MD
LG