د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د هند جمهور رئیس په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه اندېښنه وښوده


(ښی-کین) د هند صدراعظم نرېندرا مودي او ولسمشر رام نات کوویند
(ښی-کین) د هند صدراعظم نرېندرا مودي او ولسمشر رام نات کوویند

ورځ تر بلې په افغانستان کې د روان وضعیت په اړه د سیمې او نړۍ اندېښنې مخ په زیاتېدو دي.

تازه د هند جمهور رئیس رام نات کوویند د اپرېل په ۲مه ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال، په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ د پیل راهیسې د روانو حالاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ښاغلي کوویند ترکمنستان ته د خپل سفر پر مهال ویلي، د افغانستان نږدې ګاونډیان په دې هېواد کې اوسنيو روانو چارو او بهرنیو عواقبو ته‌یې اندېښمن دي.

د هند د جمهور رئیس اشاره په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډونه حکومت نه‌جوړېدو، بشري حقونو او تر خوا یې د ترهګرو ډلو د فعالیت دوام ته ده چې وروستیو کې پرې د امریکا په ګډون ډېرو هېوادونو اندېښنه ښودلې.

هغه له خپل ترکمني سیال سردار بردي محمدوف سره جوړې شوې خبري غونډې ته وویل: "د افغانستان د نږدې ګاونډیانو په توګه، زموږ هېوادونه طبعاً په دې هېواد کې د وضعیت او بهر ته د یاد وضعیت د عواقبو په اړه اندېښمن دی. د یوه رښتوني پراخ‌بنسټه حکومت جوړول، له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره د مبارزې، د ملګرو ملتونو رول، بېړنیو بشري مرستو رسول او د ښځو، ماشومانو او نورو قومونو او لږکیو د حقونو د تأمین په ګډون، په افغانستان کې د ګڼو مسایلو په اړه زموږ ترمنځ یوه پراخه سیمه‌ییزه اجماع شته."

د هند ولسمشر رام نات کوویند
د هند ولسمشر رام نات کوویند

هند د افغانستان په چارو کې یو له مهمو هېوادونو شمېرل کېږي. هغه هېواد چې واک ته د طالبانو له بیاځلي رسېدو وروسته‌یې هم افغانانو سره خپلې مرستې روانې ساتلي.

هاغاړه پاکستان چې له طالبانو په ملاتړ تورن دی د پوځ لوی درستیز یې ویلي، افغانستان کې د طالبانو حکومت فعالیت ډېر ښه نه‌دی، خو باید پر وړاندې یې له زغم کار واخیستل شي.

قمر جاوېد باجوه د امنیتي مذاکراتو په نوم جوړې شوې غونډې ته پرون خپله وینا کې له افغانستان سره د نړیوالو د مرستو د دوام غوښتنه وکړه ویې‌ویل، که له افغانستان سره مرسته ونه‌شي، نه‌یوازې دا چې د کډوالو ستونزه به راپیدا شي، بلکې ترهګرۍ ته به هم د ودې فرصت چمتو شي.

طالبان د دې اندېښنو په اړه څه نه‌وايي، خو وړاندې یې ویلي و، وضعیت‌یې تر کنټرول لاندې او حکومت‌یې هم ټول‌ګډونه دی.

واک ته د طالبانو له بیا ځلي رسېدو راهیسې اووه نیمې میاشتې تېرېږي، خو حکومت‌یې هېڅ هېواد په رسمیت نه‌دی پېژندلی، هغه څه چې دا اندېښنه زېږوي چې کېدای شي یو ځل بیا د دوی جوړه شوې اداره په یوه ناکام دولت بدله شي.

تېره اوونۍ په چین کې د افغانستان په اړه درې اړخیزه غونډه وشوه چې یو مهم بحث‌یې ورځ تر بلې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د واټن د زیاتېدو موضوع وه.

چین کې د افغانستان په اړه غونډه
چین کې د افغانستان په اړه غونډه

په دې غونډه کې د روسیې او چین ټینګار پر دې و چې افغانستان ‌باید په هېڅ صورت له نړیوالې ټولنې څنډې ته پاتې نه‌شي، ځکه دا هېواد د اوږدو کلونو لپاره په جګړو کې ښکېل و او له نړیوال اقتصادي پرمختګ وروسته پاتې شوی دی.

خو له دې ټولو اندېښنو سره سره، طالبانو لا هم په هغو ژمنو عمل نه‌دی کړی چې له نړیوالې ټولنې سره‌یې د ټول‌ګډونه حکومت د جوړېدو، د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو د خوندیتوب او له ترهګرۍ سره د پراخې مبارزې اړوند کړې دي.

XS
SM
MD
LG