د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو کمېشنر: افغانستان د بشري مرستو د کمېدو توان نه‌لري


پلازمېنه کابل کې د یوې نانوایي مخې ته ناستې بې‌وزله مېرمنې او ماشومان
پلازمېنه کابل کې د یوې نانوایي مخې ته ناستې بې‌وزله مېرمنې او ماشومان

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رئیس فیلیپو ګراندي وايي، افغانستان د بشري مرستو د کمېدو توان نه‌لري.

ښاغلي ګراندي چې کابل کې دی روېټرز خبري اژانس ته‌یې ویلي، نړۍ ‌باید په اوکراین کې د روان ناورین امله په افغانستان کې نازک بشري وضعیت هېر نه‌کړي، ځکه د ده په خبره، په اوکراین کې روان ناورین له افغانستان سره د مرستو د راټولولو بهیر اغېزمن او سخت کړی دی.

ښاغلی ګراندي زیاتوي، د نړۍ ټول پام په اوکراین کې روانې جګړې ته اوښتی دی.

ده زیاته کړه: "زه فکر کوم مهمه ده چې دا پیغام ولېږدوم چې نور موقعیتونه، هغه چې سیاسي پاملرنې او سرچینو ته اړتیا لري، ‌باید له یاده ونه‌وېستل شي، په ځانګړي ډول افغانستان."

افغانستان ته د فیلیپو ګراندي سفر
افغانستان ته د فیلیپو ګراندي سفر

بس‌مینه د افغانستان د تېرې ۲۰ کلنې جګړې د قرباني شویو کورنیو له ډلې یوه ده. هغه چې خاوند یې همدې جګړې ترې اخیستی، اوس د څلورو بچیو ساتنه او د خپل کور سرپرستي ور تر غاړې ده.

ناخوالو بس‌مینه مجبوره کړې چې له ننګرهار نه کابل ته راکډه شي، خو دلته‌یې هم ژوند نه‌دی ښه شوی.

بس‌مینه وايي، داسې ورځې شپې راځي چې اولادونه‌یې نهر بیده کېږي.

هغه زیاتوي: "هغه بله ورځ یو سړي راته ټیلیفون وکړ چې راشه دلته قالینې ومینځه چې لاړم دروازه‌یې بنده کړه او ویې‌ویل چې بېرته ولاړه شه. بېرته راغلم، بچو مې ټوله ورځ نهره تېره کړه."

د دې بې‌وزلو کورنیو د لاس‌نیوي یوه هیله نړیوالې بشري مرستې وې، هغه چې اوس‌یې کمېدو اندېښنې راپورته کړي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره وايي، ټاکل شوې تر راتلونکو دوو اونیو له افغانستان سره د بشري مرستو جلبولو په خاطر نړیوال کنفرانس جوړ شي.

د دې ادارې مشر رامز الکباروف پرون د سې شنبې په ورځ یوه اعلامیه کې وویل، دا کنفرانس د مارچ میاشتې په ۳۱مه بریتانیا او قطر کې جوړېږي.

ارشیف، افغانستان کې بې‌وزلو خلکو ته د وچې ډوډۍ وړیا وېش
ارشیف، افغانستان کې بې‌وزلو خلکو ته د وچې ډوډۍ وړیا وېش

د دې کنفرانس د جوړېدو بنسټیز هدف، په ۲۰۲۲ کال کې د هغو ۲۳ ملیونه افغانانو لپاره د مرستو جلب دی چې اوس‌مهال له لوږې او بې‌وزلۍ سره مخ دي. ملګرو ملتونو د دې مرستې رسولو لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې چې تر اوسه‌یې یوازې ۱۳ سلنه بسپنه راټوله شوې ده.

په همدې حال کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ رئیس فیلیپو ګراندي هم اندېښمن دی چې کېدای شي د تېر کال په سپټمبر میاشت کې له افغانستان سره د بشري مرستو په اړه د شوي کنفرانس په پرتله، دا ځل له افغانستان سره د مرستو په اړه د کډون‌کوونکو هېوادونو لېوالتیا کمه وي.

دا اندېښنې داسې مهال راپورته کېږي چې د ملګرو ملتونو رسمي شمېرې ښيي، په افغانستان کې اوس‌مهال ۹۵ سلنه خلک کافي خواړه نه‌لري.

افغانستان کې روان ناورین ته په کتو ملګري ملتونه له نړیوالو غواړي چې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG