د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۸

یونسېف: افغان ماشومانو ته ۲ میلیارډه ډالره غوښتل شوې، ۱۵سلنه یې ټوله شوې


ارشیف، افغان ماشومان
ارشیف، افغان ماشومان

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونسېف وايي، د افغان ماشومانو لپاره یې ۲ میلیارډه ډالره مرسته غوښتې وه خو په سلو کې یوازې ۱۵ ټوله شوې ده.

د یونسېف مسوولانو د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې چې پر خپله ټویټرپاڼه یې خپره کړې ده ویلي، د افغان ماشومانو لپاره یې د مرستې غوښتنه چې ۲ میلیارډه ډالره ده، د پیسو د ارزښت له پلوه د دې ادارې په تاریخ کې تر ټولو ستره غوښتنه ده.

په خبرپاڼه کې د هغو کارونو یادونه هم شوې چې د ملګروملتونو دې ادارې افغانستان کې کړي.

یونسېف: ۸ میلیونه او ۶ لکه تر ۵ کلونو کشر افغان ماشومانو ته په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین ورکړل شوی دی.
یونسېف: ۸ میلیونه او ۶ لکه تر ۵ کلونو کشر افغان ماشومانو ته په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین ورکړل شوی دی.

یونسېف ویلي، یوازې د سږکال په جنورۍ میاشت کې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې دوه میلیونه، ۴۷۵ زره ۵۳۵ تنه له لومړنیو روغتیايي خدماتو برخمن شوي دي.

د یونسېف پر اساس، ۸ میلیونه او ۶ لکه تر ۵ کلونو کشر افغان ماشومانو ته په وروستیو کې په ټول افغانستان کې د پولیو ضد واکسین ورکړل شوی دی.

دې کمپاین ۱۴ ورځې دوام وکړ، خو په لړ کې یې لږ تر لږه ۸ واکسینتوران په کندز او تخار ولایتونو کې ووژل شول.

یونسېف وايي، څه باندې ۲ لکه ۸۱ زره افغان ماشومانو ته یې د زده کړو برخه کې خدمات برابر کړي دي.

XS
SM
MD
LG