د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۳

روسي ځواکونه اوکراین کې د خلکو پر ګڼ مېشتو ښارونو بمبارۍ ته دوام ورکوي


پر اوکراین د روسیې بمبارۍ کې وژل شوی کس
پر اوکراین د روسیې بمبارۍ کې وژل شوی کس

پر اوکراین اوومۍ ورځې ته د روسیې د جګړې له غځېدو سره روسي ځواکونه د خلکو پر ګڼ مېشتو ښارونو بمباري ته دوام ورکوي او پراشوتستان‌یې هم د هوا له لارې د دې هېواد دوهم لوی ښار خارکیف کې کوز شوي دي.

په دې وروستیو ورځو کې د دې ښار په مرکزي برخه کې د روسیې د توغندویویي بریدونو په نتیجه کې په لسګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې.

د اوکراین چارواکو نن وویل چې د روسي ځواکونو د تېرې شپې په بریدونو کې یو پوځي روغتیایي مرکز، د ملي پولیسو مرکزي دفتر او یو پوهنتون په نښه شوي و.

د پوهنتون په نښه شوی ودانۍ
د پوهنتون په نښه شوی ودانۍ

د سیمې والي اولې سیونیهوبوف نن وویل چې د تېرو ۲۴ ساعتونو د بریدونو په نتیجه کې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي او شااوخوا ۱۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي سیونیهوبوف په خبره اوکرایني ځواکونه تر اوسه د ښار کنټرول په لاس کې لري.

د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګورکونا شینکوف نن وویل چې د روسیې د وسله‌والو ځواکونو فرقو د تور سمندرګي په غاړه پروت د خیرسون ساحلي ښار مرکزي برخه تر بشپړ کنټرول لاندې راوستې.

په ورته وخت کې د ماریپول ښاروال وویل چې پر دې ښار روسي ځواکونو د درنو وسلو حملې زیاتې کړي او چارواکي نه‌شي کولای چې ټپیان ولېږدوي.

دا ښار روسي ځواکونو او د اوکراین په ختیخ دونیڅک کې روسي بیلتون‌پالو دواړو په نښه کړی دی.

روسي ځواکونه دغه‌راز د اوکراین د پلازمېنې کیف په لمنو کې د پوځونو پیاوړي کېدو ته دوام ورکوي. په دې ښار کې د ټلوېزیون لوړه ستنه هم د روسي ځواکونو په توغندویي بریدونو کې په نښه شوې وه.

کیف کې د ټلوېزیون لوړه ستنه هم د روسي ځواکونو په توغندویي بریدونو کې په نښه شوې
کیف کې د ټلوېزیون لوړه ستنه هم د روسي ځواکونو په توغندویي بریدونو کې په نښه شوې

د جګړې په ډګر کې دغو تحولاتو ته په پام تر اوسه نه‌ده څرګنده چې ایا د یوه احتمالي اوربند لپاره د خبرو دوهم پړاو به چې ټاکل شوې وه، نن وشي، ترسره شي کنه، خو د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي، روسیه باید لومړی پر خلکو بمباري ودروي ترڅو د سولې مذاکرات که کوم د پرمختګ چانس ولري، مخ ته لاړې شي.

زلنسکي له روېټرز اژانس سره په مرکه کې دغه‌راز د ناټو له غړو هېوادونو هم وغوښتل چې د روسیې د هوایي ځواکونو پر مخ دې د الوتنو ممنعوعه هوایي قلمرو رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG