د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

پر اوکراین د یرغل اوومه ورځ؛ روسي ځواکونو د اوکراین هېڅ یو لوی ښار هم نه‌دی نیولی


د ټلوېزیون پر یوې ستنې د روسي ځواکونو برید
د ټلوېزیون پر یوې ستنې د روسي ځواکونو برید

په داسې حال کې چې پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل نن اوومې ورځې ته غځېدلی، خو تر اوسه دغو ځواکونو د اوکراین هېڅ یو لوی ښار هم نه‌دی نیولی.

د اوکراین د پلازمېنې کیف په ګډون د دې هېواد پر لویو ښارونو د روسي ځواکونو حملې دوام لري.

د چارو د کتونکو په باور داسې ښکاري، مخکې له دې چې روسي ځواکونه ښارونو ته ننوځي، غواړي په درنو وسلو سره ډېره ویجاړي رامنځته کړي.

تر اوسه روسي ځواکونو د اوکراین په شمال ختیځ لوی ښار خارکیف ډېرې حملې کړي چې په نتیجه کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

دغو ځواکونو په وروستیو ورځو کې د ښار مرکزي برخه تر توغندویي بریدونو لاندې راوستې.

د سیمې والي اولې سینګوبوف نن وویل چې د تېرو ۲۴ ساعتونو د بریدونو په نتیجه کې لږترلږه ۲۱ کسان وژل شوي او شااوخوا ۱۱۲ نور ټپیان شوي دي.

د اوکراین خارکیف کې د پوهنتون یوه ویشتل شوې ودانۍ
د اوکراین خارکیف کې د پوهنتون یوه ویشتل شوې ودانۍ

هاګ مېشتې د جرمونو نړیوالې محکمې هم اعلان کړی چې په پام کې لري، د روسي ځواکونو له‌خوا د جنګي جنایتونو ادعاوې وڅېړي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي وایي، روسیه باید لومړی پر خلکو بمباري ودروي ترڅو د سولې خبرې که کوم د پرمختګ چانس ولري.

زلنسکي له روېټرز اژانس سره په مرکه کې دغه‌راز د ناتو له غړو هېوادونو هم وغوښتل چې د روسیې د هوایي ځواکونو پر مخ دې د الوتنو ممنعوعه هوایي قلمرو رامنځته کړي.

په عین حال کې د اوکراین د دفاع وزیر اولیکسي ریزنیکوف نن وویل چې هېواد به‌یې د ترکي ډرونونو په ګډون له بهره سټېنګر او جاویلین توغندي ترلاسه کړي.

یو شمېر لوېدیځو هېوادونو ژمنه کړې چې اوکراین ته به د روسیې د یرغل د دفاع په خاطر وسلې ورکوي.

پر اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې د لوېدیځ د سختو عکس‌العملونو په ترڅ کې د امریکا ولسمشر جو بایډن د روسیې د یرغل پر وړاندې د اوکراین د خلکو د مبارزې ستاینه وکړه او ژمنه‌یې وکړه چې امریکا به‌یې ترڅنګ ودرېږي.

ملت ته د جو بایډن وینا
ملت ته د جو بایډن وینا

ښاغلي بایډن ملت ته په وینا کې چې تېره شپه‌یې له کانګرس څخه وکړه، پر اوکراین د بې‌دلیله او له مخکې پلان شوي عمدي برید په خاطر د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وغانده.

ښاغلي بایډن اعلان وکړ چې امریکا د روسیې د الوتکو پر مخ خپل هوايي حریم بندوي او زیاته‌یې کړه، پوتین داسې انګېرله چې پر اوکراین ولکه ټینګولای شي، خو برعکس له داسې یو ځواک سره مخ شو چې هېڅکله‌یې فکر نه‌کاوه.

بایډن وویل پوتین د جګړې د مخنیوي لپاره ټولې هڅې له پامه وغورځولې.

ده پر روسیې د لګول شویو بندیزو لېست چې هدف‌یې د روسیې د اقتصاد کمزوري کول دي ولوست او زیاته‌یې کړه، د روسیې ولسمشر له دې نه‌و خبر چې څه پرې راروان دي.

XS
SM
MD
LG