د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۰

فرانسه: د طالبانو اقدام د اقتصادي پاشلتیا دلیل دی؛ طالبان څه وايي؟


ارشیف، کابل کې یوه بانک ته ولاړ خلک
ارشیف، کابل کې یوه بانک ته ولاړ خلک

د طالبانو حکومت په ملګرو ملتونو کې د فرانسې د دایمي استازي نیکلاس دو ربویر د څرګندونو په وړاندې غبرګون وښود.

ښاغلي دو ربویر ویلي چې د زور له لارې د واک د ترلاسه کولو لپاره د طالبانو اقدام د افغانستان د اقتصادي پاشلتیا او انساني بحران دلیل دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د فرانسې د دایمي استازې د خبرو په ځواب کې تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "د فرانسې استازي چې څه ویلي، په ځای خبره نه ده. باید ووایم چې زموږ هڅه لومړی دا وه چې د کابل مساله له سیاسي لارې حل شي. د کابل د ادارې له لوري د مذاکراتو اوږدول او پلمو موږ مجبوره کړو چې باید پوځي اقدام وکړو او که مو دا کار نه وای کړی، تراوسه پورې به په افغانستان کې جنګ و."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو له لوري د کابل د نیولو ۶ میاشتې وځي، خو تراوسه پورې هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې دایمي استازي د چهارشنبې په ورځ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، په افغانستان کې د بشري بحران اغېز محسوس دی او ممکن د درستې سیمې او نړۍ لپاره لا جدي عواقب ولري.

د ده د څرګندونو متن په افغانستان کې د فرانسې د سفارت پر ټویټرپاڼه خپور شوی دی.

د ملګرو ملتو له شمېرنو سره سم، حاضردمه په افغانستان کې تر ۲۲ میلیونه ډېر وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

XS
SM
MD
LG