د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

پاکستان: بریدګر له افغانستانه رااوړي، پر ضد مو جنګي عملیات پراخ کړي


د پاکستان د پوځ یو سرتیری
د پاکستان د پوځ یو سرتیری

د پاکستان پوځ په وروستیو کې د افغانستان د پولو په اوږدو کې پوځي عملیات زیات کړي دي.

د پاکستان پوځ وروسته له دې په دې سیمه کې عملیات پیل کړي چې د دغه هېواد د دولت وسله والو مخالفانو د پوځ او ملېشه ځواک پر پوستو ګڼې حملې وکړې او مرک ژوبلې یې ور اړولې.

دې بریدونو چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته ډېر شوي، وېره پیدا کړې چې د پاکستان سوله او ثبات له ګواښ سره مخامخ شوی دی.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په تېره یوه میاشت کې له افغانستانه تر اوښتو وروسته اسلامپالو او بېلتون غوښتونکو د پاکستان لږ تر لږه ۱۴ پوځیان وژلي دي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د افغانستان نوي واکمنان دا تور ردوي چې ګنې د پاکستان د دولت وسله وال مخالفان د افغانستان له خاورې څخه په استفادې پر پاکستان بریدونه کوي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي د روانې فبرورۍ په پنځمه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د دې ادعا په ځواب کې چې د پاکستان د دولت وسله وال مخالفان له افغانستانه وراوړي، ازادي راډیو ته وویل:"د پاکستان هېواد دننه ستونزې د پاکستان خپلې ستونزې دي ولې اسلامي امارت ژمنه کوي چې د افغانستان له خاورې څخه به د هېڅ کوم هېواد پرضد ګواښ او تهدید نه کېږي."

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي

په همدې حال کې د طالبانو حکومت وايي، د پاکستان پوځ پر کونړ ولایت پر له پسې توغندويي بریدونه کوي.

د پاکستان پوځ وايي، د چهارشنبې په ورځ یې په بلوچستان ایالت کې ۶ بېلتون غوښتونکي په یوه برید کې ووژل .

پوځ وايي، دا ډول بریدونو ته به تر هغو دوام ورکړي چې وسله وال مخالفان یې یو مخ له منځه لاړ شي.

د پاکستان د پوځ یوه جګپوړي چارواکي چې په بلوچستان او خېبر پښتونخوا ایالاتونو کې د عملیاتو په اړه یې معلومات لرل، رویټرز خبري اژانس ته وویل، د استخباراتي معلوماتو پر اساس یې د مخالفانو پرضد عملیات چټک کړي او پاکستان ته یې د هغو د رااوښتو مخه نیولې ده.

XS
SM
MD
LG