د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

میدان وردګو کې یوه ځوان نجونو ته ښوونځی پرانیستی، وړیا زده کړې ورکوي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په میدان وردګو کې یوه ځوان په خپل شخصي لګښت د نجونو لپاره ښوونځی پرانیستی او وړیا زده کړې ورکوي.

نوموړي دغه ښوونځی د دې ولایت په سید اباد ولسوالۍ کې جوړ کړی چې د لومړي ټولګي څخه نیولی تر دولسم ټولګي پورې نجونې په کې زده کړې کوي.

حمید الله ریحان چې یاد ښوونیز مرکز يې پرانېستی ازادي راډيو ته وویل، دغه سیمو کې له تېرو شلو کلونو راهیسې د جګړو له امله ښوونځي نه وو او غواړي چې دلته له زده کړو بې برخې نجونې د زده کړو څخه برخمنې کړي.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "دې ښوونیز مرکز کې اوس مهال تر ۴۰ پورې نجونې زده کړې کوي. یادو نجونو ته د ښځینه ښوونکو په مرسته تدریس کوو."

۵۷ کلن نور علي بیا د خپلو لوڼو د زده کړو په خاطر یاد خصوصي ښوونځي ته په وړیا توګه خپل د اوسېدو کور ورکړی دی.

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "ما خپله زده کړې نه دي کړي، خپل کور مې ځکه ورکړ چې لوڼې مې ډاکټرانې شي او وطن ته خدمت وکړي. افغانستان کې له واکمن طالبانو غواړم چې ټول افغانستان کې دې نجونو ته تر دولسم ټولګي پورې د زده کړو اجازه ورکړي."

ریحان او نور علي وايي، که خلک او دولت ورسره مرسته وکړي نو په وینا یې یاد ښوونځی به لا نور هم پراخ کړي، څو دغه سیمه کې پاتې نورې نجونې هم له زده کړو برخمنې شي.

ریحان او نور علي وايي، که خلک او دولت ورسره مرسته وکړي نو په وینا یې یاد ښوونځی به لا نور هم پراخ کړي
ریحان او نور علي وايي، که خلک او دولت ورسره مرسته وکړي نو په وینا یې یاد ښوونځی به لا نور هم پراخ کړي

هاخوا په دې ښوونیز مرکز کې زده کوونکي له زده کړو خوشاله دي.

د دې ښوونیز مرکز یوه زده کوونکې مرضیې ازادي راډيو ته وویل: "پر زړه مې تر ټولو لوی ارمان زده کړې دي، اوس مې د لومړي ټولګي کتابونه خلاص کړي دي. ډېر خوشحال یم چې ډېرې زده کړې مې کړي، قرانکریم مې زده کړی، د لومړي ټولګي کتابونه مې زده کړي، غواړم نورې زده کړې هم وکړم، کله به چې ښار ته لاړم، نو هلته به نجونې ښوونځي ته روانې وې، نو ماته به زیات ارمان راته."

مریم د همدې ښوونیز مرکز بله زده کونکې ده، نوموړې هم ورته نظر لري: "په سیمه کې دې رسمي ښوونځي پرانیستل شي، څو تر دولسم ټولګي پورې زده کړې وکړم. غواړم ډاکټره شم."

په میدان وردګو ولایت کې دې ځوان د نجونو لپاره خصوصي ښوونځی په داسې مهال جوړ کړی چې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته د نجونو پر زده کړو محدودیتونه زیات شول.

XS
SM
MD
LG