د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

د بنګله دېش په وړاندې لوبلړۍ؛ کرکټ بورډ: د افغان لوبډلې تمرینونه روان دي


ارشیف، افغان کرکټ لوبډله
ارشیف، افغان کرکټ لوبډله

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش په وړاندې د کرکټ را روانو سیالیو ته په چمتووالي بوخته ده.

د دغې لوبډلې تمریناتي کمپ په قطر کې پیل شوی چې اوس هم په شدت سره روان دی.

د کرکټ بورډ ویاند، فرید هوتک پرون دوشنبه (د سلواغې ۱۸مه) ازادي راډیو ته وویل: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي په قطر کې خپل تمریناتي کمپ مخ ته وړي. دغه کمپ په بېلابېلو برخو کې د روزنې لپاره پیل شوی او موخه یې راتلونکو پنځوس اووره او شل اووره لوبو ته چمتووالی دی."

د کرکټ بورډ ویاند، فرید هوتک
د کرکټ بورډ ویاند، فرید هوتک

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به تر روزنیز کمپ وروسته راروانه شنبه (د فبرورۍ ۱۲مه) بنګله دېش ته ځي.

د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ به د درېیو پنځوس اووره یا یو ورځنیو لوبو لومړۍ هغه د روانې فبرورۍ میاشتې پر ۲۳مه وشي.

بیا به دواړه هېوادونه دوې شل اووره مسابقې هم وکړي چې لومړۍ به د مارچ میاشتې پر درېیمه وشي.

دا لوبې د کرکټ د پنځوسو اوورونو را روان نړیوال جام ته د لارموندنې په هدف ترسره کېږي چې د هرې لوبې په بري سره ګټونکې لوبډلې ته ۱۰ امتیازه ورکول کېږي.

افغانستان د یو ورځنیو مسابقو په جدول کې تر وېسټ انډیز وروسته په لسم مقام کې دی.

دې ته په پام چې په بنګله دېش کې په وروستیو کې د کرونا ویروس پېښې زیاتې شوي، د دغه هېواد کرکټ بورډ په دې اړه چې ایا د سیالیو د لیدلو لپاره به په لوبغالو کې نندارچیانو ته اجازه وي او که نه وي، څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG