د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

جرمني او فرانسه: هڅه کوو څو د روسیې او اوکراین د لانجې هواري کې مرسته وکړو


د جرمني او فرانسې ګډ بیرغونه
د جرمني او فرانسې ګډ بیرغونه

د جرمني او فرانسې د بهرنیو چارو وزیران په دې هدف اوکراین ته سفر کوي چې د کییف او مسکو ترمنځ راولاړه شوې لانجه سړه کړي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان لودریان د شنبې په ورځ وویل، له خپلې جرمنۍ سیالې انالینا بیربوک سره یوځای اوکراین ته ځي.

لودریان پر خپله ټویټرپاڼه ولیکل چې د فبرورۍ د اوومې او اتمې نېټې ترمنځ به دوی کییف کې وي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت هم منلې چې مېرمن بیربوک به ژر کییف ته ولاړه شي، خو د هغې د تګ کره نیټه یې نه ده مشخصه کړې.

خپله بیربوک د فرانسوي سیال ټویټ ته په اشارې لیکلي: "موږ د N4 په چوکاټ کې د لانجې د کمولو هڅو ته دوام ورکوو."

دا هغه چوکاټ دی چې له مخې یې جرمني او فرانسه دواړه د اوکراین او روسیې د لانجې په هواري کې منځګړیتوب کوي.

د دې چوکاټ په اډانه کې وروستی ځل خبرې د تیرې چهارشنبې په ورځ وشوې، سره له دې چې ۸ ساعته یې دوام وکړ، خو د پام وړ پایله یې ورنه کړه.

په همدې حال کې د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، کییف او مسکو په غیر مشروط ډول د اوربند ملاتړ کړی دی.

د دواړو لوریو استازي به په برلین کې خپلو خبرو ته دوام ورکوي، خو د خبرو بیا پيل ته کومه نېټه مشخصه شوې نه ده.

د اوکراین او روسیې لانجه وروسته تردې بیا توده شوه چې روسیې د اوکراین پولې ته نژدې لسګونه زره پوځیان ځای پرځای کړل.

که څه هم مسکو ټینګار کوي چې پر اوکراین د برید نیت نه لري، خو لویدیځ قدرتونه د روسیې احتمالي یرغل ته اندیښمن دي.

بل لورته د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، ژر به یو شمېر سرتیري ختیځې اروپا او د ناټو غړو هېوادونو ته واستوي.

متحده ایالاتونو څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې اروپا ته د احتمالي لېږد لپاره یې ۸۵۰۰ سرتیري د تیارسی حالت ته راوستلي دي.

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن د جمعې په ورځ وویل چې دا سرتیري د ناټو د پياوړتیا لپاره استول کیږي: "متحده ایالاتونه په ناټو کې له خپلو متحدانو سره اوږه په اوږه دریږي، دې چاره کې د ناټو په ختیځ اړخ کې د امنیت ټینګښت شامل دي، لکه څنګه چې تاسو پوهېږئ د امریکا زرګونه سرتیرو ته مو د اوونۍ په سر کې د لېږد لپاره د تیارسی خبره کړې ده، که ناټو د خپل غبرګون سرتیري فعالوي، دا سرتیري به هم د حرکت لپاره چمتو وي."

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن
د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن

اسټن وویل، د روسیې ولسمشر د اوکراین پر وړاندې اقدام ته ټول پوځي امکانات برابر کړي، خو په خبره یې دا اوس د مسکو په سیاسي کړنو پورې تړلې چې څه کوي.

د چارو کتوونکي بیا وایي، روسیې دا تحرکات د ویرې او ډار د رامنځته کولو په هدف پيل کړي او غواړي ناټو مسکو ته د نویو جوړښتونو په برخه کې امتیازات ورکړي.

روسیې هم په زغرده ویلي چې ناټو نه باید د پخواني شوري اتحاد مخکینیو جمهوریتونو له هغې ډلې اوکراین ته غړیتوب ور نه کړي.

په نړیواله کچه د روسیې او اوکراین د لانجې هواري ته له څو اونیو راهیسې دیپلوماتیکې هڅې پیل شوي دي.

XS
SM
MD
LG