د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د روسیې پر نفوذ نړیوالې تبصرې


ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
ارشیف، یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د روسیې د نفوذ پر هڅو یوه مقاله خپره کړې ده.

لیکوال د یوه روسي سړي پر رول تمرکز کړی چې ماکسیم شوګالای نومېږي او ورځپاڼې نوموړی د مسکو سیاسي نفوذ کوونکی بللی دی.

د مقالې په دوام کې راغلي، شوګولای د تېر کال په اګسټ میاشت کې افغانستان ته په یوه ماموریت ولاړ.

واشنګټن پوسټ لیکلي:

د دې کس ماموریت دا و چې د کریملین ګټې خوندي او کمپاین ورته وکړي او د امکان په صورت کې د امریکا ګټې کمزورې کړي.

مقاله لیکونکي ویلي، شوګولای سیاسي ټولنپېژندونکی او دغه راز له ملي ارزښتونو د ملاتړ بنسټ مشر هم دی، خو نوم یې د امریکا د بندیزونو په لېست کې دی.

وړاندې راغلي، نوموړی توانیدلی چې افغانستان ته د سفر پرمهال په بېړه د طالبانو له ویاند ذبیح الله مجاهد سره وګوري.

واشنګټن پوسټ لیکلي، دغه کس ښاغلي مجاهد ته د بشري مرستو د تنظیم ترڅنګ دا وړاندیز هم کړی چې روسي متخصصان کولی شي له طالبانو سره د یوه ټلوېزیون د جوړولو او رسنیزو فعالیتونو په برخه کې مرسته وکړي.

د مطلب په پای کې راغلي، دغه روسي وګړي په تېر اکتوبر میاشت کې دفتر پرانیست، افغانستان ته یې دوهم ځلي سفر وکړ او په خبره یې درېیم ځل سفر یې هم همدې جنورۍ میاشت کې پلان شوی دی.

پخوانی شوروي اتحاد څه باندې دیرش کاله مخکې افغانستان کې ماته خوړلې وه، د واشنګټن پوسټ په وینا له افغانستانه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته مسکو غواړي دغه هېواد کې بیا خپل نفوذ زیات کړي.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې په افغانستان کې د دوکاندارانو بېلابېل انځورونه چاپ کړي دي.

په لومړني عکس کې ښودل کېږي چې پنځه چادري لرونکې مېرمنې د یوې نانوایي مخته ناستې دي چې څوک ورسره د ډوډۍ مرسته وکړي.

په بل انځور کې یو ماشوم لیدل کېږي چې پر سر یوې ټوکرۍ کې څو ډوډۍ لېږدوي، بل انځور کې یو نارینه لیدل کېږي چې د سودا کراچۍ لېږدوي.

ګارډیڼ له دې انځورونو سره په خوا کې لیکلي، د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته افغانستان د بې وزلۍ له خطر سره مخامخ شوی دی.

د مطلب په پای کې راغلي، د افغانستان د خلکو ډېره برخه په ورځ کې له دوو ډالرو پر کم عاید ژوند کوي چې له دې سره اقتصادي وضعیت له مخکې خراب شوی دی.

XS
SM
MD
LG