د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

بلغاریا: نه مو له ناټو غوښتي چې ځواکونه راولېږئ او نه کومه پرېکړه شوې


د بلغاریا صدراعظم کریل پیتکوف
د بلغاریا صدراعظم کریل پیتکوف

د بلغاریا صدراعظم کریل پیتکوف وایي، د اوکراین له پولو سره نژدې د روسیي ځواکونو د ځای پرځای کېدو په غبرګون کې یې نه له ناټو غوښتي دي چې بلغاریا ته ځواکونه راولېږي او نه یې هم په دې برخه کې کومه پرېکړه کړې ده.

پیتکوف دا خبرې پرون وروسته تر دې وکړې چې د بلغاریا دفاع وزیر سټیفان یانیف وویل چې په بلغاریا کې د ناټو د اضافي ځواکونو ځای پرځای کېدل نه د بلغاریا په ګټه دي نه هم د بلغاریا د متحدانو په ګټه.

پیتکوف پرون په پلازمېنه صوفیه کې خبریالانو ته وویل، پر دې موضوع نه د وزیرانو په شورا کې بحث شوی دی او نه هم دا مساله د ناټو له شریکانو سره مطرح شوې ده او دفاع وزیر خپل شخصي نظر څرګند کړی دی.

دا خبرې په داسې وخت کې شوې دي چې استخباراتي راپورونه څرګندوي چې روسیې له اوکراین سره خپلو ختیځو پولو ته نژدې یولک محارب سرتیري راوستي دي او واشنګټن وایي، کیدای شي چې دا راتلونکې میاشت پر اوکراین د برید پیلامه وي.

روسیه دا ردوي چې د حملې پلان لري او ادعا کوي چې اوکراین او ناټو پارونکې هڅې کوي.

مسکو غواړي چې اوکراین د ناټو غړیتوب ترلاسه نه کړي او دې ته اندیښنه لري.

په بلغاریا کې د ناټو ځواکونو د احتمالي ځای پرځای کېدو په تړاو د بلغاریا صدراعظم پیتکوف وایي چې هېواد به یې د اروپایي ټولنې او ناټو د فعال غړي په توګه پاتې شي او د ځواکونو د ځای پرځای کېدو په څېر پرېکړې به په همغږۍ کېږي.

صدراعظم پیتکوف زیاته کړه چې د اروپایي ټولنې او ناټو د ختیځ بلاک د امنیت په ارتباط به تر وسه-وسه له ډپلوماتیکو لارو او سوله ییزو هلو ځلو استفاده کوي.

د بلغاریا دفاع وزیر یانیف د سې شنبې په ورځ په فیسبوک کې لیکلي و چې پر بېلابېلو لارو له ناټو سره خبرې شوي دي چې په دې کې په بلغاریا او ګاونډي رومانیا کې د ناټو د ځواکونو د زیاتېدو ستراتیژي هم شامله ده.

XS
SM
MD
LG