د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۲

حمدالله محب: غوښتل مو د ټاکنو او لویې جرګې له لارې واک طالبانو ته ولېږدوو


د افغانستان د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب
د افغانستان د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب

د افغانستان د مخکېني ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امنیت سلاکار وایي، ټاکنې او لږ تر لږه لویه جرګه هغه دوه غوراوي و چې دوی غوښتل له مخې یې طالبانو ته واک ولېږدوي.

حمدالله محب د جمهوري نظام له سقوط څلور میاشتې وروسته د لومړي ځل لپاره له ازادي راډیو سره ځانګړې مرکه کې وویل، دوی د واک په وروستۍ ورځ هم غوښتل چې دوحې ته د خبرو لپاره پلاوی ولېږي، خو په خبره‌یې طالبانو جوړجاړي ته زړه نه ښه کاوه.

محب چې اوس په امریکا کې اوسېږي، د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی هغه وخت له خبرو او سیاسي جوړجاړي نهیلي شول چې پوه شول امنیتي ځواکونه‌یې له کنټروله وتلي دي.

ښاغلی محب زیاتوي: "وظیفه‌یې راسپارلې وه چې باید له طالبانو سره مذاکره وکړو څو د واک د انتقال لپاره داسې پروسه برابره کړو چې د افغانستان او د ولس ګټې په‌کې خوندي وي، خو متأسفانه هر ساعت وضعیت تبدیلېده، داسې یو حالت راغی چې اردو، پولیس او د امنیت ملي ځواکونه نور زموږ له کنټروله ووتل."

محب وایي، د امنیتي ځواکونو د له کنټروله وتلو خبره هغه وخت ورته څرګنده شوه چې دغو ځواکونو په هوایي دګر کې د ولسمشر د ۴ ځانګړو هليکوپټرو په چارو کې لاسوهنه وکړه.

دی وایي، له دې ډلې یوه هليکوپټره چې غوښتل‌یې "په غالب ګمان" د دفاع پخواني وزیر بسم‌الله محمدي پسې ورشي، د امنیتي ځواکونو له‌خوا وویشتل شوه.

محب وایي، د همدې حالت لیدو ورته وښوده چې که کابل کې پاته شي، ممکن محمد اشرف غني د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب‌الله له برخلیک سره مخامخ شي.

حمدالله محب له ازادي راډيو سره ځانګړې مرکه کې د حقاني شبکې له یوه غړي او د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو له اوسني وزیر خلیل‌الرحمان حقاني سره د خپلې ټیلیفوني اړیکې په اړه هم خبرې کړي.

ښاغلی محب وایي، هغه وخت چې طالبان میدان وردګ او لوګر ولایتونو ته رارسېدلي وو، ده له ښاغلي حقاني سره د جوړجاړي په اړه خبرې وکړې، خو په خبره‌یې هغه ترې غوښتل چې د "تسلیمۍ اعلامیه" ورکړي.

حمدالله محب وايي: "د دوی غوښتنه هغه وخت دا وه چې تاسو یوه اعلامیه ورکړئ او ووایئ چې موږ تسلیم یو، له هغه نه وروسته به بیا مذاکره وکړو، ما ورته وویل چې اول سړی مذاکره کوي بیا مخته ځي، که چېرته اعلامیه د تسلیمۍ سړی ورکوي، بیا د مذاکرې ضرورت څه شی دی. دوی په هماغه خپل پیغام باندې ټینګار درلود او هېڅ نتیجې ته سره ونه‌رسېدو."

ارشیف، کابل کې د وسله‌والو طالبانو یو کاروان
ارشیف، کابل کې د وسله‌والو طالبانو یو کاروان

هڅه مو وکړه چې د ښاغلي محب د څرګندونو په اړه د طالبانو نظر راواخلو، خو زموږ پوښتنې ځواب نه‌شوې.

له دې وړاندې بیا طالبانو په وار وار ویلي چې د محمد اشرف غني حکومت سیاسي جوړجاړي ته چمتو نه‌و او د قدرت دوام‌یې غوښته.

طالبانو ویلي، دوی کابل ته هم هغه وخت د ګډوډۍ د مخنیوي په خاطر ننوتل چې محمد اشرف غني ترې ووت.

د ښاغلي غني له تګ وروسته د هغه لومړي مرستیال امرالله صالح ځان سرپرست ولسمشر اعلان کړ او د مقاومت غږ یې وکړ، خو ښاغلی محب وایي، دوی ځکه مقاومت ونه‌کړ چې ډاډ یې نه‌درلود.

ده وویل: "ما له وزیر صاحب د دفاع، وزیر صاحب داخلې او رئیس صاحب د امنیت ملي سره یوه جلسه دایره کړله، څلور واړه سره کېناستو، ما پوښتنه وکړه چې ایا مقاومت امکان لري او که نه؟ وزیر صاحب د دفاع دا خبره واضح کړله چې د دې امکان نه‌شته چې مقاومت دې وشي."

د افغانستان د مخکېني حکومت وروستی دفاع وزیر بسم‌الله محمدي
د افغانستان د مخکېني حکومت وروستی دفاع وزیر بسم‌الله محمدي

حمدالله محب وایي، محمد اشرف غني اوس هم په متحده عربي اماراتو کې اوسېږي او راتلونکي کې به افغانانو ته نور پيغامونه هم ورکړي.

ښاغلی محب هم د یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو او بهرنیو ډيپلوماتانو په څېر له طالبانو غواړي چې د قدرت د دوام لپاره باید پراخ‌بنسټه حکومت رامنځته کړي او له فکري او سیاسي پلوه بېلابېلو کسانو ته حکومت کې ځای ورکړي.

XS
SM
MD
LG