د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

د افغان کډوالو جبري ایستلو ته اندېښنه؛ طالبانو ایران او پاکستان سره خبرې پیل کړې


ارشیف، د افغانستان او ایران پولې ته نږدې یو افغان پناه غوښتونکی ځوان
ارشیف، د افغانستان او ایران پولې ته نږدې یو افغان پناه غوښتونکی ځوان

د بې‌وزلۍ د کچې د لوړېدو او د خوراکي توکو له ګرانېدو سره هم‌مهاله د افغانستان د کډوالو چارو وزارت له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پر ایستلو اندېښنه ښیي.

دغه وزارت وایي په تېرو درېیو میاشتو کې ۱۳۰ کورنۍ چې شمېر یې ۷۰۰ تر ۸۰۰ تنو ته رسېږي له ایران او پاکستانه په زوره افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني ازادي راډیو ته وویل چې دوی له دغو دوو هېوادونو سره د افغان کډوالو په زور ایستلو په اړه خبرې کوي.

دی زیاتوي: "هغه کډوال چې افغانستان ته ستانه شوي په نیمروز، ننګرهار او یو شمېر نورو ولایتونو کې ځای پر ځای شوي دي، دوی په زور رایستل شوي دي په دې اړه زموږ خبرې روانې دي."

دغه وزارت وایي موجودو اسانتیاوو ته په کتو، د ځینو بېرته راستانه شویو کډوالو اړتیاوو ته رسېدنه شوې ده.

خو د کډوالو نړیوال سازمان (ای او اېم) تازه ویلي چې سږ کال یو ملیون او ۲۰۰ زره افغان کډوال له دغو دوو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته یا ستانه شوي او یا هم په زور ویستل شوي دي.

ارشیف، له پاکستانه افغانستان ته یوه راستنېدونکې افغانه کورنۍ
ارشیف، له پاکستانه افغانستان ته یوه راستنېدونکې افغانه کورنۍ

د دغې ادارې په خبره په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې له ایرانه د افغان کډوالو په زور د ایستلو کچه لوړه شوې ده.

د کډوالو نړیوال سازمان په ټویټرپاڼه لیکل شوي چې دغه کډوال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

له ایرانه د راغلو کسانو له ډلې یوه هم د شپږو ماشومانو مور امنه وایي له ایرانه په زوره ویستل شوې ده.

امنه وايي، مېړه‌یې مخکې کلونو کې کله چې په مشهد ښار کې پر ساختماني چارو بوخت و، له ودانۍ غورځېدلی او مړ شوی دی.

دا چې د بدخشان اوسېدونکې ده وایي، د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ له امله ایران ته تللې وه، او اوس په کابل کې په بد وضعیت کې ژوند کوي.

امنه وايي: "هېڅ مرسته‌یې نه‌ده کړې حکومت، ویل چې ۲،۰۰۰ افغانۍ درکوو، زموږ نومونه‌یې ولیکل، خو تر اوسه مرسته نه‌ده شوې، دلته په کابل کې په خېمه کې ژوند کوم له خپلو شپږو ماشومانو سره، زموږ غږ تر حکومته ورسوئ."

یو شمېر هغه افغانان چې له ایرانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي
یو شمېر هغه افغانان چې له ایرانه خپل هېواد ته راستانه شوي دي

د امنې په شان سلګونه نور کسان هم له ایران او پاکستانه بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، خو تر اوسه د هغوی د برخلیک په اړه چې ډېری په دې سړه هوا کې په خېمو کې ژوند کوي او لومړیو اسانتیاوو ته هم لاسرسی نه‌لري،کومه پرېکړه نه‌ده شوې.

که څه هم د طالبانو حکومت د کډوالو چارو وزارت په ایران او پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو تازه شمېرې نه‌ورکوي، خو مخکې تر دې د تېر چمهوري حکومت د کډوالو چارو وزیر نور رحمان اخلاقي ویلي و چې له ۶ ملیونه او ۶۰۰ زرو زیات افغان کډوال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت دي چې له دې شمېره شااوخوا درې ملیونه‌یې په ایران او پاکستان کې دي.

XS
SM
MD
LG