د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

پر اروپايي مرکچیانو د ایران نیوکه: د اټمي موافقې د احیا لپاره ګټوره طرحه نه‌لري


د ۲۰۱۵ کال د اټمي پروګرام د احیا لپاره مذاکرات
د ۲۰۱۵ کال د اټمي پروګرام د احیا لپاره مذاکرات

ایران پر اروپايي مرکچیانو نیوکه کړې ده چې د ۲۰۱۵ کال د اټمي پروګرام د احیا لپاره په مذاکراتو کې یې کومه ګټوره طرحه نه‌ده وړاندې کړې.

د ایران د اټمي موافقې په اړه مذاکرات په ویانا کې پیل شوي او په دې ترڅ کې دواړه لوري هڅه کوي چې د خپلو امتیازونو کچه لوړه وساتي.

د ایران د دولتي پرېس ټلوېزیون د راپور له مخې د تهران لوی مرکچي علي باقري کاني پرون (د لیندۍ په ۲۱مه) وویل، اروپايي لوری مذاکراتو ته د داسې یوه نوښت په راوړلو کې پاتې راغلی چې پر ایران د بندیزونو په مسئله کې د دواړو لورو ترمنځ اختلافات له‌منځه یوسي.

باقري وویل، اروپايي لوري ونه‌شو کړای چې پر ایران د بندیزونو په مسئله کې د دواړو لورو ترمنځ اختلافات له‌منځه یوسي.
باقري وویل، اروپايي لوري ونه‌شو کړای چې پر ایران د بندیزونو په مسئله کې د دواړو لورو ترمنځ اختلافات له‌منځه یوسي.

د ښاغلي باقري کاني اشاره بریتانیا، فرانسې او جرمني ته وه چې د نورو لویو قدرتونو ترڅنګ د دې کړکېچ د حل لپاره هڅه کوي.

پرون په دې اړه د تهران د لوی مرکچي له دې وینا څو ساعته مخکې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیرې لیز ټروس ایران ته خبرداری ورکړ چې دا یې وروستی فرصت دی چې د نړۍ له شپږو لویو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال اټمي موافقه خوندي کړي او باید په مذاکراتو کې په جدیت سره ګډون وکړي.

دا زیاتوي: "دا د ایران لپاره وروستی چانس دی چې د دې مسئلې د حل لپاره له یوې جدي حل‌لارې سره د خبرو مېز ته راشي. دا وروستی فرصت دی او دا خورا مهمه ده چې دا کار وکړي. موږ به ایران پرې نه‌ږدو چې اټمي وسله ترلاسه کړي، نو ډېره مهمه دا ده چې تهران خبرو ته کېني او مذاکراتو ته په جدي سترګه وګوري."

لیز ټروس خبرداری ورکړ چې د تهران لپاره لا هم وروستی چانس شته
لیز ټروس خبرداری ورکړ چې د تهران لپاره لا هم وروستی چانس شته

جرمني د شنبې په ورځ وویل چې د ایران د اټمي موافقې د احیا لپاره وخت په چټکۍ سره له لاسه ځي.

د انګلستان په لېورپول ښار کې د اوو لویو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې له ګډون وروسته د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا باېربوک وویل، ایران دا خبرې په داسې یوه دریځ سره پیل کړي چې د مذاکراتو جریان‌یې اوو میاشتو مخکې ته بوولی.

له شپږو لویو قدرتونو سره د ۲۰۱۵ کال د تړون له مخې چې امریکا په ۲۰۱۸ کال کې ترې ووتله، تهران د امریکا او ملګرو ملتونو د بندیزونو د لیرې کولو په بدل کې خپل اټمي پروګرام محدود کړ.

په ویانا کې روان مذاکرات له پنځه میاشتني ځنډ او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د تندلاري ابراهیم رئیسي له بریا وروسته پیل شول.

ښاغلي رئیسي د شنبې په ورځ وویل چې تهران د ویانا په خبرو کې جدي دی.

XS
SM
MD
LG