د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

نیویارک ټایمز:افغانستان کې هغه څوک چې توپک لري، ځمکه ترلاسه کوي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

سټرایپس ورځپاڼه

د افغانانو د ایستلو او ځای پرځای کولو لپاره ۷ میلیارډه ډالري بودجه او د ځینو جمهوریپالو مخالفت. سټرایپس ورځپاڼې تردې عنوان لاندې لیکلي، د امریکا ولسمشر جوبایډن یوه لایحه توشیح کړه چې په هغې کې ۷ میلیارډه ډالره له افغانستانه د ایستل شوېو کسانو د ځای پر ځای کېدو لپاره په پام کې نیول شوي دي، خو ځینو جمهوریپالو په وروستیو ورځو کې پر دې لایحې اعتراضونه کړي دي.

د هغوی په منځ کې یو هم سناتور جېمز لانکفورډ دی.

ده ویلي، کله چې له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو بحث مطرح وي، یوازینی ځواب چې ده لیدلی هغه دا دی چې دې ستونزې ته نورې پیسې وغورځول شي.

د ده په نظر د فدرالي مالیه ورکوونکو دا پیسې په داسې ډول لګېږي چې څارنه یې نه کېږي.

د سټرایپس له لیکنې سره سم، دا ۷ میلیارډه ډالره پر هغو ۶ میلیارده او ۳۰۰ میلیونه ډالرو سربېره دي چې په سپېټمبر کې ورکړل شوې وې او ورسره د دې برخې لپاره ټوله بودجه ۱۳ میلیارده او ۳۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېده.

د کانګرس د تدارکاتو د کمېټې پر اساس، د وروستیو ۷ میلیارډه ډالرو ۴ میلیارډه او ۳۰۰ میلیونه به دفاع وزارت، یو میلیارډ او ۱۰۰ میلیونه به د روغتیا وزارت او د ماشومانو او کورنیو د بشري خدماتو ته، ۱۴۷ میلیونه به د کورني امنیت وزارت ته او ۸ میلیونه د نارغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو ته ورکړل شي.

سپینې ماڼۍ دا پیسې د افغانستان په کړکېچ کې د امریکا د ښکېلتیا د مسوولانه پای ته رسېدا لپاره مهمې بللي دي.

  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې بیا تردې سرلیک لاندې چې په افغانستان کې هغه څوک چې توپک لري، ځمکه ترلاسه کوي، د کندهار د فرقې د سیمې د هغو زرګونو کورنیو په اړه لیکنه خپره کړې چې د ورځپاڼې پر اساس د نولس سوه نوي یمې لسیزې د کورنۍ جګړې په مهال یې هلته اړولي وو، خو له څو لسیزو وروسته د اګسټ په پنځلسمه طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د برچې په زور له خپلو کورونو وشړل.

ورځپاڼه کندهار ښار ته نژدې د فرقې په سیمه کې د ۴۰ کلن غلام فاروق کیسه کوي چې څرنګه طالب وسله وال د شپې په مخه ورغلل، د توپک خوله یې ورته ونیوله او له کوره وایست.

دی وايي، طالبانو ورته یوازې دومره وویل چې صرف خپل وسایل درسره وخله او ځه.

د ورځپاڼې له مخې، زرګونه افغانان له دې ډول بوږنوونکي حالت سره مخامخ شوي او د طالبانو حکومت د خلکو له جایدادونو د خپلو جنګي کسانو د بدل اخېستو په توګه کار اخلي.

دا کسان په داسې حال کې بې سرپناه کېږي چې افغانستان له بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ دی، نه پیسې شته او نه کار.

د ورځپاڼې له مخې، د کندهار د فرقې له سیمې د زرګونو کورنیو له ایستلو وروسته طالبان هلته مېشت شوي دي.

ورځپاڼې ته د بشري حقونو د څار سازمان مرستیال ريیسې پاتریشیا ګاسمن ویلي، دا یوه اوږده او زړه کیسه ده، څوک چې توپک لري ځمکه د هغه ده.

XS
SM
MD
LG