د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

ایران کې د اوبو په خاطر اعتراض؛ تر اوسه امنیتي ځواکونو ۲۱۴ لاریون کوونکي نیولي


د ایران اصفهان کې لاریون کوونکي
د ایران اصفهان کې لاریون کوونکي

ایراني ځواکونو په اصفهان کې سلګونه مظاهره‌چیان نیولي دي.

تر پرون ناوخته په اصفهان کې ایراني ځواکونو ۲۱۴ هغه مظاهره‌چیان نیولي چې د اوبو د ناورین په خاطر د اعتراض په پار وتلي وو.

د مظاهره‌چیانو د ځپلو او نیولو ګڼې وېډیوګانې په خواله رسنیو خپرې شوي.

په یوه کې یې د اصفهان یوه څنډه کې یوه ډله خلک د پولیسو له‌خوا د ټپي شوي سپين ږیري شااوخوا ورټول دي.
ډډه‌یې له ساچمو ډکه ده. ده ته ورته لسګونه کسان د پولیسو له‌خوا ټپيان شوي.

د ایران امنیتي ځواکونو د اصفهان په ګوټ ګوټ کې د مظاهرو د ماتولو او مخنیوي لپاره په خلکو باندې اوښکې بهوونکی ګاز او ربړي مرمۍ کارولي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان راپور ورکړی چې ۳۰ تنه مظاهره‌چیان په سترګو لګېدلي او ژوبل شوي. ټپيان دمګړی روغتونو ته وړل شوي.

د مظاهره‌چیانو د ځپلو او نیولو ګڼې وېډیوګانې په خواله رسنیو خپرې شوي.
د مظاهره‌چیانو د ځپلو او نیولو ګڼې وېډیوګانې په خواله رسنیو خپرې شوي.

واشنګټن مېشتي ایراني کارپوه علي افشاري د ازادې اروپا/ فردا راډیو سره په مرکه کې ایراني ځواکونه تورن کړل چې مظاهرې یې قصداً په تاوتریخوالي واړولې.

افشاري وایي: "د معترضانو خیمې یې ټولې کړې او اور یې ورواچاوه. له هغه ځایه وو چې وضعیت غیر عادي شو او د تل په څېر یې مظاهرې په تاوتریخوالي واړولې. هڅه‌یې وکړه چې فضا غیر طبیعي شي او له هغه وروسته‌یې خلکو سره برخورد وکړ او ویې‌ځپل."

د ایران د بشري حقونو سازمان زیاتوي چې د مظاهره‌چیانو د نیولو لړۍ لا هم روانه ده او ګڼ‌یې سپين ږیري کلیوال دي چې د شپې مهال د اصفهان له یوه محبسه نامعلوم ځای ته وړل شوي.

ایراني چارواکي بیا په دوو ورځو کې د نږدې ۲۰۰ کسانو د نیولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې پولیسو په پوره احتیاط د زیات شور مخه نیولې ده.

د ایران په اصفهان کې زرګونه کسان چې اکثر یې بزګر دي د اوبو د کمېدو او رامنځته شوي ناورین په غبرګون راوتلي.

د ایران په اصفهان ښار کې بزګرو د اوبو په پار لاریون کړی
د ایران په اصفهان ښار کې بزګرو د اوبو په پار لاریون کړی

د ایران لوړپوړو چارواکو تر اوسه د دې مظاهرو په اړه څه نه‌دي ویلي.

خو مخکې د ایران په پارلمان کې د اصفهان د خلکو استازو او امنیتي چارواکو دا مظاهرې د دوی په خبره د دښمن کار او انقلاب ضد کړیو پورې تړلې بللي.

په ایران کې د مظاهره‌چیانو ځپل یوه اوږده مخینه لري.

د ۱۳۹۸ کال په لړم کې د ایران په ټولو ښارونو کې لکونه خلکو د اقتصادي ستونزو، بې‌روزګاریو او د چارواکو پر ضد لاریون ته ووتل چې په پراخه کچه وځپل شول.

د امریکا د هغه وخت ادارې ویلي و چې ایراني پوځيانو او بسیجیانو شااوخوا یو نیم زر مظاهره‌چیان وژلي او زرګونه نور یې ټپیان کړي دي.

دا تورونه ایراني چارواکو رد کړي وو او یوازې یې د شااوخوا ۲۲۰ کسانو وژل کېدل تأیید کړي و.

XS
SM
MD
LG