د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۹

طالبان: د کابل هوايي ډګر د چارو سمبالېدو په اړه عربي اماراتو سره غږېدلي یو


د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

طالبان وايي چې د کابل د نړیوال هوايي ډګر د چارو د سمبالېدو په اړه یې له متحده عربي اماراتو سره خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد تېره شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د دواړو خواوو خبرو پرمختګ کړی دی.

کتونکي دا د افغانستان په نوېو واکمنانو کې د نفوذ د زیاتولو پرسر د خلیج د سیمې د دوو عرب هېوادونو یعنې قطر او اماراتو ترمنځ د ډپلوماټیکې سیالۍ یوه برخه بولي.

په دوبۍ کې څلورو ډپلوماتیکو سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د متحده عربي اماراتو چارواکو په وروستیو ورځو کې له طالبانو سره د کابل د هوايي ډګر د عملیاتي چارو په اړه یو لړ خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وویل چې د دواړو خواوو خبرو پرمختګ کړی دی.
د طالبانو د حکومت ویاند او د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد وویل چې د دواړو خواوو خبرو پرمختګ کړی دی.

سرچینو د نوم د نه ښوولو په شرط وویل، اماراتيان لېواله دي د قطر پر وړاندې چې په وروستیو دوو کلونو کې یې د طالبانو په منځ کې نفوذ زیات کړی، په افغانستان کې ځان ته ځای ومومي.

قطر له ډېرو کلونو راهیسې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه پاتې شوی او په وروستیو دوو کلونو کې د امریکا او طالبانو او همدا راز د طالبانو د او د افغانستان د مخکیني حکومت د خبرو د کوربه توب ترڅنګ د منځګړي رول لوبولی دی.

په همدې حال کې متحده عربي اماراتو ویلي چې ژر به په کابل کې خپل سفارت پرانېزي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت یوه جګ پوړي مامور وویل، متحده عربي امارات چې پخوا یې د افغانستان د جمهوري دولت پر مهال د کابل هوايي ډګر اداره کاوه، لا هم چمتو دی چې د دغه هوايي ډګر ادارې ته دوام ورکړي او د دغه هوايي ډګر له لارې د بشري مرستو د رسېدو او د هغو کسانو د ایستلو لپاره چې ژوند یې په افغانستان کې له خطر سره مخامخ دی، خوندي لار تضمین کړي.

متحده عربي اماراتو هم په وروستیو کې د قطر په شان د تخلیې په عملیاتو کې مرسته کړې ده.

د متحده عربي اماراتو چارواکو د خپلو خبرو په اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

دوو ډپلوماتانو دا هم ویلي چې طالبانو له متحده عربي اماراتو مالي مرسته غوښتې خو څرګنده نه ده چې د اماراتي چارواکو ځواب به څه و.

تر دې وړاندې له طالبانو سره د کابل د هوايي ډګر د ادارې په اړه قطر او ترکیې په ګډه خبرې کولې.

XS
SM
MD
LG