د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۲

نشنل هیرالډ: د افغانستان د جام منار د نړېدو له خطر سره مخامخ دی


د افغانستان د جام منار
د افغانستان د جام منار
  • نشنل هیرالډ

نشنل هیرالډ ورځپاڼې د افغانستان د جام منار په اړه لیکنه خپره کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي، دا منار چې یونسکو په ۲۰۰۲ کې د نړیوالو میراثونو په لېست کې شامل کړی، د نړېدو له خطر سره مخامخ دی.

دا منار په غور ولایت کې د هریرود سیند په غاړه دی او د سیند اوبه یې کال په کال توږي.

نشنل هیرالډ ورځپاڼه وايي، که دغه منار ته توجه ونه شي، ژر به ونړېږي او دا به لوی شرم وي.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالحی وايي چې یونسکو باید د دغه منار د نړېدو مخه ونیسي.

په تېرو شلو کلونو کې د دغه منار د نړېدو د مخنیوي لپاره ‌ډېرې هڅې شوي.

د یوه افغان فعال حسن حیکم په وینا، که د غور منار د نړېدو د مخنیوي لپاره په تېرو شلو کلونو کې د هغه د بنسټ د ټینګولو لپاره کار نه وای شوای، ښايي ډېر پخوا د افغانستان او نړۍ دا کلتوري میراث ویجاړ شوی وای.

جام منار ۸۰۰ کاله پخوا د غیاث الدین غوري د پاچاهۍ په مهال جوړ شوی دی.

وال سټریټ ژورنال او ګڼو نورو امریکايي ورځپاڼو د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټین څرګندونې خپرې کړي دي.

ښاغلي اسټن د شنبې په ورځ په منځني ختیځ کې د امریکا متحدانو ته ډاډ ورکړ، له دې سره-سره چې د چین پر وړاندې د امریکا پام مخ په زیاتېدو ده، د جوبایډن اداره دې سیمې ته پر خپلو ژمنو ولاړه ده.

د خلیج د سیمې هېوادونه د امریکا په پوځي حضور ډېره اتکا لري او وروسته له دې چې امریکا له افغانستانه ځواکونه وایستل، د خلیج د سیمې د هېوادونو ډاډ کم شوی دی.

  • مېل

د بریتانیا مېل ورځپاڼې بیا د یوې افغان کورنۍ په اړه چې په وروستیو کې بریتانیا ته تللې ده، لیکنه خپره کړې ده.

د دې ورځپاڼې له لیکنې سره سم، ۵ میاشتې پخوا مجتبي، مصطفي او ادینه مایار د کرکټ لپاره د کابل یوه پارک ته تلل.

د دوی ۵۴ کلن پلار بهاور چې په افغانستان کې یې د بریتانیايي پوځیانو ترجماني کوله، وايي هرځل چې به یې ماشومان د کرکټ لوبې ته تلل، دی به له دې بېرې چې طالبان به پرې حمله وکړي، لړزېده.

دی په خپله له یوې حملې روغ وتلی، خو پر موټر یې ۱۲ مرمۍ ولګېدلې وې.

اوس بهاور او ماشومان یې چې له کرکټ لوبې سره ډېره مینه لري، په یوه داسې ځای کې اوسي چې د کرکټ لوبې زېږنځای دی.

بهاور له دوو زامنو او لور سره مېل ورځپاڼې ته ویلي چې له افغانستانه بریتانیا ته په سفر کې ۲۵ نور افغانان هم ورسره ملګري وو او اوس دوی ټول بریتانیا خپل نوی کور ګڼي.

د بهاور د کورنۍ لپاره په افغانستان کې د خطر او ګواښ خاطرې تل د یوه بېروونکي خوب په شان دي خو د دوی په وینا په افغانستان کې خطر د ژوند یوه برخه ده.

XS
SM
MD
LG