د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

اروپایي ټولنه: پر بېلاروس نوي بندیزونه لګوو، د هوایي چلند اداره هم په کې ده


د بېلاروس نقشه او د اروپايي ټولنې بیرغ
د بېلاروس نقشه او د اروپايي ټولنې بیرغ

اروپایي ټولنه د پولنډ-بېلاروس له پولي سره د کړکېچ په خاطر بېلاروس ته د سزا ورکولو په لور یو بل ګام نژدې شو.

د پولنډ او بېلاروس له پولي سره نژدې د افغانستان، منځني ختیځ او افریقا په سلګونو کډوال بند پاتې دي، د دوی خواړه په خلاصېدو دي او هوا هم ډېره سړه ده.

د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړیو هېوادونو استازیو پرون موافقه وکړه چې شرایط له قانوني پلوه د نورو بندیزونو لګولو ته چمو دي چې ښایي د راتلونکې اوونۍ په پيل کې د بېلاروس د بهرنیو چارو د وزیر او هوایي چلند په ګډون پر شااوخوا ۳۰ کسانو او شرکتونو ولګول شي.

کډوالو د مخ په زیاتیدونکي سیاسي لانجې له امله وړمه شپه او تېره شپه بیا هم له سرحد سره تېره کړه.

د اروپایي ټولنې مشرانو منسک تورن کړی دی چې له جګړو ځپلو او خوارو هېوادونو خلک راغونډوي او بیا یې قصداً د پولنډ د پولې په خوا ورولي، څو د اروپایي ټولنې په ختیځو سرحدونو کې ګډوډي پيدا کړي.

پولنډ خپلې خاورې ته کډوال نه ورپریږدي او په وروستیو اونیو کې یې په سلګونو ځواکونه سرحد ته استولې دي. وارسا همدا راز له پولي سره ازغن سیم تېر کړی دی چې د پولنډ لور ته د کډالو د اوښتو مخه ونیسي.

د اروپایي شورا رییس چارلس میچل پرون د پولنډ له صدراعظم ماتیوش موراویڅکي سره د ګډې خبرې غونډې پر مهال بېلاروس تورن کړ چې له اروپایي ټولنې چې په بېلاروس کې د ۲۰۲۰ میلادي کال د اګسټ د ډموکراتیکو انتخاباتو ملاتړ کوي، په پټه غچ واخلي.

د پولنډ او بېلاروس ترمنځ ګډه پوله
د پولنډ او بېلاروس ترمنځ ګډه پوله

موراویڅکي بېلاروس په دولتي ترهګرۍ تورن کړی دی.

بل لور ته د اروپایي کمېسیون مشرې اورزولا ون ډېرلاین ویلي دي چې د بېلاروس پرضد به د راتلونکې اوونۍ په پیل کې بندیزونه ډېر ژر پسې پراخ شي او دا احتمال شته چې د دغه هېواد هوایي چلند هم په کې شامل شي ځکه چې په قاچاقي ډول خلکو ته اسانتیاوې برابروي چې لومړی منسک بیا د بېلاروس-اروپایي ټولنې سرحدونو ته دا کسان انتقال شي.

د اروپایي کمېسیون مشرې دا خبرې پرون وروسته تردې خبریالان ته وکړې چې د امریکا د متحد ایالاتونو له ولسمشر جو بایډن سره یې په واشنګټن کې غونډه وکړه.

سپینه ماڼۍ وایي چې ولسمشر بایډن او ون ډېر لاین د اروپایي ټولنې په سرحدونو کې د بشري وضعیت په اړه خبرې وکړې او د غیرقانوني کډوال د راماتېدو په اړه یې ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

XS
SM
MD
LG