د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

د ځانمرګو بریدګرو کورنیو ته د امتیازاتو د ورکړې پر اعلان نړیوالې تبصرې


د ځانمرګو بریدګرو کورنۍ
د ځانمرګو بریدګرو کورنۍ
  • بلومبرګ

بلومبرګ خپرونې د مسکو پر پرونۍ غونډې یوه لیکنه خپره کړې او په کې ویل شوي چې روسیې له طالبانو سره د زیاتو نړیوالو مرستو غوښتنه په کې وکړه.

د خپرونې په لیکنه، د غونډې ګډونوالو له ملګرو ملتونو وغوښتل چې د افغانستان په اړه د مرسته کوونکو یوه غونډه جوړه کړي.

لیکنه کې د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر سرګي لاوروف دا خبرې را اخیستل شوي چې ویلې یې دي، اوس د دې وخت را رسېدلی چې له افغانستان سره د مؤثرو مالي، اقتصادي او بشري مرستو لپاره نړیوالې سرچینې منظمې شي.

په مطلب کې وړاندې راغلي، طالبان هغه وخت په اوسني ناورین ښه برلاسه کیدلی شي چې نورو سیاسي څېرو ته هم د حکومت په اډانه کې ځای ورکړي.

بلومبرګ لیکلي:

دا د پام وړ خبره ده چې طالبانو په افغانستان کې پوځي- سیاسي وضعیت منظم کړی، خو د دوی په ټکو لا هم دغه هېواد کې تل پاتې سوله نه ده ترلاسه شوې.

د مطلب په یوه برخه کې راغلي، روسیې او چین د لویدیځو هېوادونو برعکس کابل کې خپل سفارتونه فعال کړي دي، خو د لیکوال په باور لا هم دغو هېوادونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

  • سټار اېنډ سټرایپس

له امریکا خپرېدونکې سټار اېنډ سټرایپس ورځپاڼې لیکلي، په داسې حال کې چې نړیوالو لا د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، طالبانو د ځانمرګو بریدګرو کورنیو ته د انعامونو د ورکړې اعلان کړی دی.

د لیکنې په باور، دغو بریدګرو تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې دېره بهرني ځواکونه او د افغانستان پوځي او امنیتي سرتیري په نښه کړي دي.

سټارس انډ سټرایپس لیکي، طالبان داسې مهال دا کار کوي چې نړیوالو د رسمیت پیژندلو لپاره یو شمېر شرطونه ورته وړاندې کړي دي، دا شرطونه د ښځو او نجونو حقونو یا په ټوله کې بشري حقونو ته درناوی دی.

د ورځپاڼې په لیکنه د طالبانو د کورنیو چارو وزیر وړمه ورځ د کابل انټرکانټنینټل هوټل کې د ځانمرګو بریدګرو چې دوی یې استشهادیان یا فدایان بولي له کورنیو سره د لس-لس زره افغانیو نغدي مرسته وکړي او د یوې یوې نومرې ځمکې د ورکړې ژمنه یې هم ورکړه.

ګڼو افغانانو او د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د طالبانو پردې کار غبرګون ښودلی، خو برعکس بیا د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني دا بریدګر د "اسلام او وطن" اتلان بللي دي.

د یادولو وړ ده چې په وروستیو شلو کلونو کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې په ګڼو ځانمرګو حملو کې زیات شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې چې د ځینو مسئولیت یې طالبانو اخیستی.

XS
SM
MD
LG