خبرونه
کابل کې چاودنې د طالبانو په ګډون څو ماشومان ټپیان کړل

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي په کابل کې نن سهار د نا امنۍ په یوه پېښه کې د طالبانو په ګډون د څو ماشومانو د ټپي کېدو خبر ورکوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي فرانسپرس اژانس ته وویل چې دا پېښه نن سهار مهال د کابل په دهمزنګ کې هغه مهال رامنځته شوه چې یو چا یو لاسي بم د طالبانو یوه موټر ته ورګوزار کړ چې له املهیې دوه طالب ساتونکي ټپیان شول.
یوه بل چارواکي بیا په دې پېښه کې د نږدې ښوونځي د څلورو زدهکوونکو ماشومانو د ټپي کېدو خبره کړې ده.
طالب چارواکو نهدي ویلي چې دغه لاسي بم د چا لهخوا د دوی د ساتونکو موټر ته ورګوزار شوی او نه هم تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسؤلیت اخیستی، خو له دې مخکې پر طالبانو د دا ډول حملو مسؤلیت د اسلامي دولت ډلې یا داعش اخیستی دی.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ملګري ملتونه: ایران سلګونه افغانان او نور لږکي د جاسوسۍ په تور نیولي

د ملګرو ملتونو کارپوهانو په یوه راپور کې ویلي، سلګونه افغانان او مذهبي او نژادي اقلیتونه په ایران کې د جاسوسۍ په تور نیول شوي دي.
په راپور کې راغلي چې دغه توقیفونه د ایران او اسراییل له ۱۲ ورځنۍ جګړې وروسته شوي دي.
راپور کې له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو پر تاوتریخجن چلند هم نیوکه شوې او راغلي چې کډوال له سپکونکو او تاوتریخجنو کړنو سره مخ شوي دي.
ملګرو ملتونو په خپل راپور کې چې نن شنبه ( د چنګاښ ۱۴مه) یې خپور کړی له ایرانه غوښتي چې د دې ډول چلندونو مخه ونیسي.
افغان کډوالو هم د ایراني پولیسو له چلنده شکایت کړی او د اسراییل او ایران له جګړې وروسته افغانستان ته هم د کډوالو څپه ماته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې د جولای په لومړۍ نیټه شاوخوا څلویښت زره افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي چې اکثره یې په زور ډيپورت شوي کسان دي.
د لیورپول او پرتګال د وتلي ستوري دیوګو جوتا د جنازې مراسم نن ترسره کیږي

د انګلستان د لیورپول فوټبال لوبډلې د پرتګالي ستوري دیوګو جوتا د جنازې مراسم نن د پرتګال په ګوندومار ښار کې ترسره شول.
جوتا او ورور یې اندري سیلوا، د پنجشنبې په ورځ په اسپانیا کې یوې ترافیکي پیښه کې ووژل شول.
دیوګو جوتا ۲۸ کاله عمر درلود چې د پرتګال له ملي ټیم سره یې د اروپا د ملتونو جام اتلولي ګټلې او له لیورپول لوبډلې سره لوبه کې یې د انګلستان غوره لیګ ګټلی دی.
هغه د لیورپول او پرتګال ملي لوبډلې یو وتلی ستوری و.
د اوکراین او روسیې د بریدونو تبادله، اوکراین وایي د روسېې د جنګي الوتکو یوه اډه یې ویشتلې

د اوکراین پوځ وایي، نن شنبه ( د چنګاښ ۱۴مه) یې د روسیې د جنګي الوتکو پر یوه اډه برید کړی دی.
د پوځ لوی درستیز ویلي چې د ورونیژ سیمې په دغې هوایي اډه کې ( Su-34, Su35S, Su30SM ) ډوله جنګي جیټ الوتکې ولاړې وې.
د پوځ مشر پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د دغې اډې هغه ډيپو یې ویشتلې چې ګلایډ بمونه، د روزنې یوه الوتکه او ممکن ځینې نورې الوتکې هم په کې وي.
تراوسه د دغه برید د زیان په اړه څه نه دي ویل شوي او روسیي چارواکو هم پرې تبصره نه ده کړې.
بل لور ته روسیې تیره شپه پر اوکراین ۳۲۲ بې پيلوټه الوتکې توغولي چې د سر او مال د زیان په اړه یې څه نه دي ویل شوي.
د بریدونو دغه تبادله داسې مهال کیږي چې د اوکراین ولسمشر ولودمیرزلنسکي ویلي، له امریکایي سیال ډونالډ ټرمپ سره یې " مهمې او موثرې خبرې کړي دي".
د روغتیا نړیوال سازمان له هیوادونو وغوښتل پر خوږو څښاکونو، تنباکو او الکولو مالیه لوړه کړي

د روغتیا نړیوال سازمان له هېوادونو غوښتي چې د راتلونکو لسو کلونو په ترڅ کې پر خوږو څښاکونو، الکولي مشروباتو او تنباکو لرونکو محصولاتو مالیات لوړ کړي، څو د دغو توکو بیې ۵۰ سلنه لوړې شي. دا کار به هم د عامې روغتیا لپاره عواید زیات کړي او هم به د دغو زیان اړونکو موادو مصرف راکم کړي.
یادې غوښتنې چې «۳ په ۳۵» نوم ورکړل شوی، د چنګاښ په ۱۱مه (جولای ۱مه) د ملګرو ملتونو د مالیې په کنفرانس کې چې د هسپانیا په سوییا ښار کې جوړ شوی و، اعلان شوې. هدف یې دا دی چې تر ۲۰۳۵ میلادي کال پورې د روغتیايي مالیاتو له لارې یو تریلیون ډالر عاید راټول شي.
د روغتیا نړیوال سازمان وایي، د خوږو څښاکونو، الکولو او تنباکو مصرف له ناروغیو لکه شکرې او ځینو سرطانونو سره مستقیم تړاو لري، او په داسې حال کې چې نړیوالې پراختیایي مرستې کمې شوي او د حکومتونو پورونه ډېر شوي، نو د دې مالیاتو له لارې ترلاسه کېدونکي عواید کولی شي د هېوادونو د روغتیایي سیستمونو پر پیاوړتیا ولګول شي.
د روغتیا نړیوال سازمان مشر، تیدروس ادهانوم، ویلي چې دغه مالیات به له حکومتونو سره مرسته وکړي چې له «نوې واقعیت» سره ځان عیار کړي او روغتیايي لګښتونه برابر کړي.
د اسراییل دفاع وزیر وايي، ایران نه پرېږدي چې بیا اسراییل وګواښي

د اسراییل دفاع وزیر خپلو جګپوړو پوځي قوماندانانو ته ویلي چې پوځ د یوه داسې پلان پر جوړولو کار کوي چې له مخې یې ډاډ ترلاسه شي چې ایران بیا د اسراییل لپاره ګواښ نه شي جوړولی.
د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، ییسرايیل کاتس د چنګاښ په ۱۲مه (جولای ۲مه) د پوځ له لوی درستیز ایال زمیر او د استخباراتو له جګپوړو چارواکو سره په یوه غونډه کې وویل:
«د پوځ بل مأموریت دا دی چې یو دقیق او عملي پلان جوړ کړي تر څو ډاډ ترلاسه شي چې ایران هغه ظرفیتونه او امکانات بېرته ونه شي رغولی چې ویشتل شوي دي.»
همداراز، پرون (جمعه) د دفاع وزارت له خوا د دې غونډې په اړه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ښاغلي کاتس ویلي، د دفاعي ځواکونو لپاره لازمه ده چې «له عملیاتي او استخباراتي پلوه چمتووالی ولري چې پر تهران خپله هوایي برلاسي جاري وساتي او د ایران د اتومي یا توغندويي ظرفیت د بیا رغولو مخه ونیسي.»
ښاغلي کاتس زیاته کړې، هېواد یې د "فعالې دفاع" تګلارې ته ژمن دی، هیڅکله به ایران ته اجازه ورنه کړي چې بېرته په ګواښ بدل شي.
پولنډ د جرمني له لوري د یوه افغان کډوال پر وراړولو انتقاد وکړ

د پولنډي چارواکو په وینا، د جرمني پولیسو یو افغان مهاجر د شپې ناوخته سرحد ته وروستی او بې له کوم ملګري یې د پولنډ خوا ته استولی دی.
د پولنډي رسنیو د پروني راپور له مخې، دا پېښه په داسې حال کې شوې چې د جرمني او پولنډ ترمنځ د هغو زرګونو غیرقانوني مهاجرو د بېرته ستنولو پر سر ترینګلتیا زیاته شوې، چې له پولنډ څخه جرمني ته تللي وو. د پولنډ د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي، وروستۍ پېښه د دې پرېکړې لپاره کافي توجیه ده چې پولنډ به له راتلونکې اوونۍ څخه په پوله کنټرول بېرته زبات کړي.
د پنجشنبې په ماسپښین، د پولنډ پولهساتي ځواک یو بیان خپور کړ چې پکې راغلي د دوی مشر، رابرت بګان، د جرمني د فدرالي پولیسو له مشر، دیټر رومَن، سره خبرې کړې دي. دا خبرې د هغې پېښې په اړه وې چې د ګوبین په سرحدي ښار کې رامنځته شوې وه.
په بیان کې راغلي: «د جرمني پولیسو، د دې پر ځای چې د پولنډ د پولهساتو ګزمې ته منتظر پاتې شي، یو افغان وګړی پر پوله پرېښی دی. دا ډول کړنې د جرمني له خوا د منلو نه دي او د دوی د مخکینیو تفاهمونو خلاف دي.»
د پولنډ د کورنیو چارو وزارت ویاند، یاڅیک دوبژینسکي، هم دا بیان شریک کړی او ویلي یې دي چې دا «د منلو او زغملو وړ وضعیت نه دی.» هغه زیاته کړې: «یاده پېښه د پولنډي لوري له خوا د سرحدي کنټرول د بېرته معرفي کولو پوره توجیه برابروي.»
طالبانو په کابل کې د ایکو د سرمشریزې د جوړېدو وړاندیز وکړ

د طالبانو حکومت په کابل کې د ایکو د همکارۍ سازمان د اتلسمې سرمشریزې د کوربه توب لپاره رسمي وړاندیز وکړ.
دا وړاندیز د طالبانو د ريیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په اذربایجان کې د ایکو د اوولسمې سرمشریزې په لړ کې وکړ.
اذري رسنیو پرون (جمعه) راپور ورکړ چې ملابرادر د ایکو غړیو ته وویل، په افغانستان کې بهرنۍ پانګونې ته شرایط برابر شوي او که د ایکو سرمشریزه په افغانستان کې جوړه شي، دا به د غړیو هیوادونو ترمنځ د همکاریو لپاره یو نوی باب پرانیزي.
دا په داسي حال کې ده چې د ایکو هیڅ غړی هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.
قزاقستان د تورغونډۍ- هرات ریل پټلۍ په جوړولو کې پانګونه کوي

د قزاقستان صدراعظم وايي، هیواد به یې ژر په افغانستان کې د یوې ریللارې د جوړولو تفاهملیک لاسلیک کړي.
انټرفاکس خبري اژانس پرون جمعه د قزاقستان د صدراعظم اولژانس بیتکینوف په حواله ویلي، هیواد یې چمتو دی په افغانستان کې د تورغونډۍ – هرات د رېللارې پر جوړېدو ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
دا ریلاره دوه سوه کیلو متره اوږدوالی لری چې افغانستان له ترکمنستان او بیا وروسته پلانونو کې له اروپا سره نښلوي.
خبر کې راغلي چې په دې اړه خبرې په قزاقستان کې د قزاقي چارواکو او د طالبانو د رییس الوزا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ شوي او څو ورځو کې به په دې تړاو یو تفاهم لیک هم لاسلیک شي.
د قزاقستان د مطبوعاتي خدماتو ادارې هم پرون جمعه دغه خبر ورکړی دی.
په اروپا کې د تودې هوا څپه لا هم دوام لري

په اروپا کې د ګرمۍ روانې څپې ریکارډونه مات کړي او اندېښنې یې راپارولي دي، ځکه چې د دې لویې وچې په ځینو برخو کې تودوخه د سانتي ګراد تر ۴۰ درجو اوښتې ده.
په داسي حال کې چې اکثره اروپايي هیوادونه په تېره بیا جنوبي سیمې توده هوا تجربه کوي، په ترکیه کې اقلیمي شرایط سبب شوي چې ځنګلونه اور واخلي. دې اورونو د یوه ۸۱ کلن سړي ژوند هم اخیستی دی.
۳۷ کلیوال د بیړنیو مرستو د ټیمونو له خوا خوندي وژغورل شول.
سلګونه اوروژونکي، چې الوتکې او هېلیکوپترونه یې ملاتړ کوي، د پنجشنبې په ورځ د ترکیې ساحلي ښار چشمه (Cesme) ته د اور وژنې لپاره واستول شول.
ترکیې تېره اوونۍ د هېواد په کچه د سلګونو لګېدلو اورونو د وژلو هلې ځلې کړي، چې د تودو بادونو، شدیدې ګرمۍ او ټیټ رطوبت له امله رامنځته شوي وو. دا اورونه، چې ډېری یې اوس مړه شوي، لسګونه زره کسان له خپلو سیمو وتلو ته اړ کړي دي.
په جرمني کې یوه سوري وګړي ۴ تنه په څټک ټپیان کړل

د جرمني په جنوب کې د اوږده واټن په یوه ریلګاډي کې یوه تن د پنجشنبې په ورځ څلور کسان په څټک برسېرن ټپیان کړل.
د شتراوبینګ پولیسو وویل، دا پېښه په ICE چټک رېلګاډي کې شوې، او حمله کوونکی نیول شوی دی.
رېلګاډی د جرمني له شمالي ښار هامبورګ څخه د اتریش پلازمېنې ویانا ته روان و، او دغه پېښه د بایرن ایالت په جنوبي برخه کې د شتراوبینګ او پلاتلینګ ترمنځ شوې ده.
پولیسو زیاته کړه، د برید په مهال په ریلګاډي کې شاوخوا ۵۰۰ کسان سپاره وو.
همداراز پولیسو وویل، شاوخوا ۱۵۰ پولیس، اور وژونکي او بېړني کارکوونکي سیمې ته واستول شول. د دې پېښې له کبله رېللار تړل شوې ده.
تراوسه پورې د دې برید انګېزه نه ده څرګنده شوې. خو پولیس وايي چې بریدګر ۲۰ کلن او د سوریې تبعه دی.