د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

امریکا او اروپا کې هغو کسانو ته چې د کروناضد واکسین یې کړی،تقویتي واکسین کېږي


هنګري ته یوه ناروغ ته واکسین کیږي.
هنګري ته یوه ناروغ ته واکسین کیږي.

د امریکا د متحدو ایالاتونو او اروپا د د درملو د مقررو د تنظیم ادارې د واکسیناسیون پروګرام پراخوي او یو شمېر کسانو ته کومکي یا تقویتي واکسین ورکوي.

د امریکا د روغتیا سلاکارانو پرون وویل، ځینو کسانو چې لږ تر لږه ۶ میاشتې پخوا موډرنا واکسین کړی، د کرونا ویروس پر ضد د خوندیتوب د زیاتولو لپاره باید نیم ډوز تقویتي واکسین وکړي.

د امریکا د خوړو او درملو د ادارې سلاکارانو د زړو خلکو او همدا راز هغو ځوانانو لپاره چې روغتیايي ستونزې لري، د موډرنا د تقویتي واکسین ورکړه په یوه خوله تایید کړه.

د واکسین د اندازې په اړه موډرنا کمپنۍ وايي چې د مخکینۍ اندازې نیمايي پنځوس مایکرو ګرامه واکسین کافي دی چې د کرونا ویروس پر وړاندې د بدن مقاومت پیاوړی کړي.

دا سپارښتنه لازم الاجرا نه ده، خو په امریکا کې په کرونا وبا د میلیونونو نورو کسانو د اخته کېدو د مخنیوي لپاره کلیدي اهمیت لري.

همدا راز ګڼو نورو کسانو ته چې شپږ میاشتې پخوا یې فایزر واکسین کړی دی، کومکي واکسین ورکول کېږي. د امریکا د خوړو او درملو ادارې د فایزر د تقویتي واکسین د ورکولو پرېکړه تېره میاشت کړې وه.

په اروپا کې د درملو د مقررو د تنظیم چارواکو د اسټرازنیکا له لوري د یوه ترکیبي انتي باډي د پروسیس کېدو اجازه ورکړې ده.

اسټرازنیکا تېره میاشت د درملو د مقررو د تنظیم له ادارې وغوښتل د اضطراري استعمال اجازه ورکړي.

له بلې خوا هنګري پرون په تېرو پنځو میاشتو کې په کرونا ویروس د اخته او ورڅخه مړینو ریکارډ شمېر ثبت کړ.

د هنګري چارواکي وايي چې یو زرو ۱۴۱ نوې پېښې یې په یوه ورځ کې ثبت کړي چې د تېرې اوونۍ د ورته مودې پرتله په سلو کې ۳۷ زیاتوالی ښيي.

په هنګري کې چې ۱۰ میلیونه نفوس لري، ۷۴۲ تنه په روغتون کې د کووېډ- نولس په ناروغۍ بستر شوي دي.

XS
SM
MD
LG