د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې د افغان پناه غوښتونکو له امله استعفا ورکړه


د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې سیګرید کاګ
د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې سیګرید کاګ

د هالنډ د بهرنیو چارو وزیرې سیګرید کاګ پرون پنجشنبه(د وږي ۲۵مه) وروسته له دې استعفا ورکړه چې د پارلمان اکثرو غړیو وویل چې تېره میاشت یې له افغانستانه د پناه غوښتونکو د ایستلو چارې سمې اداره نه کړې.

د اروپايي هېوادونو د بېلابېلو سیاسي خواوو استازو وویل چې د طالبانو پر وړاندې د هالنډ د حکومت د پڅ ځواب او په هالنډ کې د پناه په شرایطو د برابرو زرګونو افغانانو د لېږدولو لپاره د خوندي لارې د نه چمتووالي مسوولیت د اغلې کاګ په غاړه وو.

د پارلمان د غړیو له څرګندونو وروسته مېرمن کاګ وویل، ستاسو غونډې پرېکړه کړې چې کابینې غیرمسوولانه عمل کړی دی.

دې زیاته کړه: "که یې پالیسي رد شوې وي، باید استعفا وکړي."

د هالنډ پوځي الوتکو د اګسټ د میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې کابو ۲۱۰۰ تنه له افغانستانه وایستل.

خو له دې سره-سره سلګونه افغان الاصله هالنډیان او نامعلوم شمېر افغانان چې له نړیوالو ځواکونو، رسنیو یا غیرحکومتي موسسو سره یې کار کړی دی، ونه وتلی شوای ځکه چې نه یې شوای کولی چې ځانونه د کابل هوايي ډګر ورسوي.

د هالنډ پوځي الوتکو د اګسټ د میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې کابو ۲۱۰۰ تنه له افغانستانه وایستل.
د هالنډ پوځي الوتکو د اګسټ د میاشتې په وروستیو دوو اوونیو کې کابو ۲۱۰۰ تنه له افغانستانه وایستل.

له بلې خوا د اروپا پارلمان د دې اتحادیې له ۲۷ غړیو هېوادونو وغوښتل چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو له وتلو وروسته خپله پانګونه او همکاري زیاته کړي.

په هغه پرېکړه لیک کې چې پرون پنجشنبه په ستراسبورګ کې د اروپايي اتحادیې د پارلمان له لوري خپور شو، راغلي چې اروپايي اتحادیه دې پر څارنې، هوايي ټرانسپورټ او پوځي خبرتیا پانګونه وکړي.

د اروپايي پارلمان ۵۳۶ غړیو دې پرېکړه لیک ته مثبتې، ۹۶ منفي او ۵۰ سپینې رایې ورکړې.

په دې پرېکړه لیک کې چې اجرايي ضمانت نه لري، د کابل له هوايي ډګره د خلکو د ایستلو لپاره د امریکا له ملاتړه پرته د دغه هوايي ډګر د امنیت په ټینګښت کې د اروپايي ځواکونو د پاتې راتلو یادونه هم شوې ده.

د اروپايي پارلمان غړیو له افغانستانه د وتلو لپاره د امریکا پر پلان انتقاد کړی او هغه یې یو اړخیز او په ناټو کې له خپلو متحدانو سره ناهمږغی بللی دی.

په پرېکړه لیک کې د تخلیې په عملیاتو کې ګډوډي او بې نظمي د لوېدیځ د امنیتي او بهرني سیاست ناکامي بلل شوې چې د دغه پارلمان په باور په لنډمهال کې د لوېدیځ اعتبار ته زیان اړوي.

د امریکا متحدو ایالاتونو څه باندې دوې اوونۍ وړاندې یعنې د اګسټ په ۳۱ مه په افغانستان کې خپل پوځي حضور رسماً پای ته ورساوه.

XS
SM
MD
LG