د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۶

ملابرادر له څو ورځني غیابت وروسته را څرګند شو، خپلمنځي اختلافات یې رد کړل


د طالبانو د حکومت مرستیال ملا عبدالغني برادر
د طالبانو د حکومت مرستیال ملا عبدالغني برادر

د طالبانو د حکومت مرستیال ملا عبدالغني برادر له څو ورځني غیابت وروسته په یوه ویډیو کې را څرګند شو او خپل منځي اختلافات یې په کلکه رد کړل.

برادر له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې چې تېره شپه خپره شوه ویلي، تېرو څو ورځو کې په سفر بوخت و او رسنیو ته یې هم لاس رسی نه درلود.

نوموړی وايي: "زه الحمدالله جوړ او روغ یم، بله خبره دا چې رسنۍ وایي خپل منځي اختلافات لري، دا بلکل هېڅ حقیقت نه لري. موږ خپل منځ کې ډېر شفقت او ترحم لرو، ان یوه فامیل کې به هم داسې شفقت او ترحم نه وي."

له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول چې ښاغلی برادر د طالبانو له مشرتابه سره خپل منځۍ شخړه کې ټپي شوی او ټولنیزو رسنیو کې یې د مرګ اوازې هم خپرې شوې.

دا شکونه وروسته تردې پیدا شول چې تېره یکشنبه کابل ته د قطر د بهرنیو چارو وزیر د سفر پرمهال ښاغلی برادر ارګ کې ونه لیدل شو.

برادر اوس ویلي، که د قطر د بهرنیو چارو وزیر له سفره خبر وی، ده به خپل پلان شوی سفر لغوه کړی و.

XS
SM
MD
LG