د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۹

امریکا پر دې هېواد د تروریستي بریدونو د قربانیانو شل کلن یاد تازه کړ


د امریکا پخواني ولسمشران او اوسني چاروکي
د امریکا پخواني ولسمشران او اوسني چاروکي

په نیویارک کې د سېپټمبر د ۱۱مې بریدونو د قربانیانو په یاد مراسمو کې ګډونوالو د سهار په ۸ بجو او ۴۶ دقیقو د یوې شیبې لپاره چوپتیا غوره کړه.

دا دقیقاً هماغه وخت وو چې شل کاله مخکې په همدې ورځ الوتک تښتونکو لومړنۍ الوتکه د نړیوالې سوداګرۍ له دنګې ودانۍ سره وجنګوله.

په دغو مراسمو کې چې څلور ساعته یې دوام وکړ، د امریکا ولسمشرجو بایډن او پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او بېل کلېنټن هم ګډون کړی وو او د وژل شوېو ۲۶۰۰ قربانیانو د کورنیو غړیو د خپلو عزیزانو نومونه واخیستل.

پر نیویارک سربېره په دوو نورو ځایونو، دفاع وزارت یا پنټاګون او پنسلوانیا کې چې هغه مهال القاعده شبکې په نښه کړي و هم د دغو تروریستي بریدونو د قربانیانو د یاد مراسم ترسره شول.

په هغه پېښه کې ۲۶۰۰ تنه وژل شوي وو
په هغه پېښه کې ۲۶۰۰ تنه وژل شوي وو

ولسمشر جو بایډن په هغه ویډیويي پیغام کې چې سپینې ماڼۍ د سېپټمبر د ۱۱مې په مناسبت خپور کړی وویل، چې دغو تروریستي بریدونو په خلکو کې د ملي یووالي او پیوستون یو واقعي حس پیاوړی کړ. بایډن له خلکو وغوښتل چې هاغه پیوستون چې د دغو بریدونو په ناولې ورځ یې ښودلی و، ښکاره کړي.

هغه زیاته کړه چې یووالی او پیوستون د امریکا د لوی قدرت یو محور دی او باید زیانمن نه شي.

د سېپټمبر د ۱۱مې د بریدونو سږني مراسم داسې مهال ترسره کېږي چې امریکا څه باندې یوه اوونۍ مخکې په افغانستان کې خپل پوځي حضور پای ته ورساوه او طالبان چې رژیم یې شل کاله مخکې امریکا نسکور کړی و، بیا واک ته ورسېدل.

امریکا شل کاله مخکې پر افغانستان پوځي حمله د دې لپاره وکړه چې هغه مهال د دغو بریدونو اصلي طراح د القاعده شبکې مشر اسامه بن لادن په دې هېواد کې اوسېده.

د نیویارک جګپوړو چارواکو هغو اندېښنو ته په پام چې وایي، بیا د افغانستان خاوره د ترهګرو په ځاله بدله نه شي او امریکا ته ګواښ متوجه نه کړي، وویل چې امریکا ته داسې یو ګواښ په اوس وخت کې نه دی متوجه.

د سېپټمبر د ۱۱مې تروریستې بریدونو د قربانیانو د یاد مراسم د سختو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې ترسره شول.

XS
SM
MD
LG