د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

نیویارک ټایمز: طالبان به حکومتي جوړښت کې نور اړخونه هم ومني؟


ځینې نړیوالې ورځپاڼې
ځینې نړیوالې ورځپاڼې
  • نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز امریکایۍ ورځپاڼې د طالبانو د اسلامي حکومت پر جوړښت تمرکز کړی دی.

ورځپاڼې د طالب چارواکو په حواله لیکلي، دا ډله هوډ لري چې ملا هبت الله اخندزاده د خپل مشر په توګه معرفي کړي.

د لیکنې په دوام کې راغلي، تر اوسه معلومه نه ده چې دا اداره به څه وخت کار پیل کړي او جوړښت کې به یې یوازې طالبان وي او که نور اړخونه هم؟

د نیویارک ټایمز په باور، د افغانستان نوی حکومت به د بشري او اقتصادي بحران په ګډون له یو شمېر جدي ننګونو سره مخامخ شي او ګڼ افغانان به اړ شي چې هېواد پریږدي.

  • نېشنل انټرسټ

نېشنل انټرسټ خپرونې په یوه مطلب کې لیکلي، هغه یو شمېر افغانان خپل هېواد کې پاتې دي چې له بهرنیو ځواکونو سره یې کار کړی وو.

مطلب کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن خبرو ته اشاره شوې چې ویلې یې دي، هېواد به یې د هوا او ځمکې له لارې د دغو کسانو د ایستلو چارې ته دوام ورکړي.

تازه طالبانو ویلي، که هر هېواد غواړي افغانان وباسي، مخکې له مخکې باید د سفر قانوني اسناد ورته برابر کړي.

له افغانستانه په وروستیو دوو اونیو کې څه باندې یو لک او شل زره کسان د امریکا او نورو متحدانو له خوا یې و ایستل شول.

  • انډپنډنټ

انډپنډنټ ورځپاڼې بیا د افغانستان په مسئله کې د بریتانیا د بهرنیو چارو پر وزیر د هغه هېواد د پارلمان پر انتقاد یوه لیکنه خپره کړې.

د ورځپاڼې په لیکنه، د بریتانیا کارګر ګوند د افغانستان د وضعیت په تړاو د بریتانیا د حکومت پر چلند نیوکه کړې او دا کار یې په تېر یوه نسل کې د بریتانیا د بهرني سیاست لویه ناکامي بللې ده.

د مطلب په دوام راغلي، پارلمان د بریتانیا پر صدر اعظم بورېس جانسن هم نیوکه کړې، ځکه هغه تېره جولای میاشته کې ویلي و، طالبان له پوځي لارې نه شي بریالي کیدای.

  • ګارډین

ګارډین ورځپاڼې امریکا ته د یو شمېر افغان پناه غوښتونکو تګ انځور کړی.

د امریکایانو یوه افغان همکار عبدالوراث ورځپاڼې ته ویلي، په ډېرو ستونزو د کابل له هوایي ډګره ووت، خو اوس ځکه خوښ دی چې امریکا ته رسیدلی دی.

بل افغان عابدالله څاروان ورځپاڼې ته ویلي، د کابل هوایي ډګر کې یې بدې صحنې لیدلي، ده ویلي، طالبانو هوایي ډګر کلا بند کړی و او خلک یې وهل ډبول.

ده ویلي، هوایي ډګر کې له دوو شپو تېرولو وروسته توانیدلی چې الوتکې ته پورته شي.

XS
SM
MD
LG