د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

بایډن نن د کرونا په اړه نوې تګلاره اعلانوي


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن نن پنجشنبه(د زمري ۷مه) د کرونا واکسین په اړه نوې تګلاره اعلانوي.

د سپینې ماڼۍ په وینا، دی به اعلان وکړي چې ټول فدرالي ماموران باید د کرونا واکسین وکړي او که نه په منظم ډول دې خپلې معاینې ترسره کوي.

دا اعلان داسې مهال کېږي چې په متحده ایالاتو او نوره نړۍ کې د کرونا د ډېلټا بڼې زیاتېدو ته اندېښنې ډېرې شوي دي.

د بایډن دا اعلان به د پوځیانو په ګډون د دغه هېواد ۴.۲ میلیونه حکومتي کار کوونکي متاثره کړي.

تمه ده چې د واکسین د جبري کېدو په اړه د بایډن دا تګلاره به د یو شمېر جمهوري غوښتونکو او هغو کسانو له مخالفت سره مخامخ شي چې د ازادیو د نقضېدو اندېښنه لري.

XS
SM
MD
LG