د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۱

هیل: سپینه ماڼۍ د ځینو افغانانو لپاره په یو میلیارد ډالرو پسې ګرځي


یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې
  • هیل

هیل ورځپاڼې لیکلي، سپینه ماڼۍ د متحده ایالاتو د افغان همکارانو د استوګنې لپاره په یو میلیارد ډالرو پسې ګرځي.

مقاله کې راغلي چې له دې موضوع با خبره خلکو بلومبرګ نیوز ته ویلي چې د دې پیسو غوښتنه د جمعې په ورځ شوې.

هیل ویلي، سي اېن اېن خبري شبکې هم راپور ورکړی چې د متحده ایالاتو دواړه لوی ګوندونه د دې غوښتنې ملاتړ کوي.

د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې په دې وروستیو کې ویلي چې غواړي د لومړي وار لپاره یوه ډله هغه افغانان چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونو سره کار کړی دی په ویرجینیا کې یوې پوځي اډې ته انتقال کړي.

د راپورونو له مخې شااوخوا ۱۸۰۰۰ افغانان چې په کې ژباړونکي، موټر چلوونکي او ګارډان شامل دي د امریکا د کډوالۍ ځانګړو ویزو 'اېس ای وي' ته غوښتنلیکونه ورکړي.

له دې ډلې ځینو ازادي راډیو ته ویلي چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو سره د کار کولو له امله د دوی ژوند په خطر کې دی.

دا اندېښنه داسې وخت رامنځته کېږي چې طالبانو په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو برخو خپل بریدونه ګړندي کړي او لسګونه ولسوالۍ یې نیولي دي.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ د افغانستان د ملي امنیت ادارې له خوا د څلورو افغان خبریالانو د نیولو په اړه د اسوشیټیډ پریس راپور خپور کړی دی.

د راپورونو له مخې دا افغان خبریالان سپین بولدک ولسوالۍ ته له طالب قوماندانانو سره د مرکې لپاره تللي وو.

د دوی تر سفر دمخه، سپین بولدک چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، د طالب جنګیالیو لاس ته لویدلی.

د دغو خبریالانو د بندیانېدو په اړه نظرونه بېلابېل دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي ویلي، د ترهګرو او د افغانستان د ملي ګټو په خلاف هر ډول تبلیغ جرم ګڼل کېږي.

په راپور کې راغلي چې په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند محمد نعیم په کندهار کې د افغان خبریالانو توقیف غندلی او ویلي یې دي چې دوی یوازې خپله دنده سرته رسولې او غوښتل یې چې پېښې تعقیب او حقایق څرګند کړي.

نی، په افغانستان کې د رسنیو ملاتړ بنسټ د څلورو افغان خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند ستانکزي زیاته کړې، د افغانستان حکومت د بیان ازادۍ ته متعهده دی خو د ده په خبره د بیان ازادي باید د اساسي قانون او نورو قوانینو مطابق وي.

XS
SM
MD
LG