د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۹

واشنګټن پوسټ: بایډن د ځواکونو د ملاتړ برخه کې افغانستان یوازې نه پریږدي


افغان امنیتي ځواکونه
افغان امنیتي ځواکونه
  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو تر وتلو وروسته د امریکايي ډپلوماټانو د ستونزو په اړه یوه مقاله خپره کړې ده.

په دې مقاله کې راغلي، په داسې حال کې چې امریکايي ملکي چارواکي هڅه کوي افغانان په خپل منځ کې سولې ته وهڅوي او په افغانستان کې د ښځو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي، له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره هغه امریکايي ډپلوماټان او مرستندویه کار کوونکي له یو شمېر ننګونو سره مخامخ دي چې اوس هم په دې هېواد کې پاتې دي.

وسله والو طالبانو په دې وروستیو کې په یوه اعلامیه کې بهرنیو ملکي اتباعو، ډپلوماټانو او خیریه موسسو ته د امنیتي ستونزو نه پېښولو ژمنه کړې.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د مقالې د لیکوال په باور، ډپلوماټيکې ننګونې وروسته له هغې زیاتې شوې چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د اګسټ میاشتې تر پایه له افغانستانه د امریکايي سرتیرو د ایستلو پرېکړه وکړه.

په مقاله کې وړاندې راغلي چې د دې پرېکړې له کبله طالبان نور هم زړور شول او د ځمکو لاندې کولو کمپاین یې لا زیات کړ.

یو شمېر هېوادونو لکه چین او فرانسې له مخکې لا خپل وګړي له افغانستانه ایستلي دي.

خو د امریکا ولسمشر جوبایډن روانه میاشت د خپلې پرېکړې په دفاع کې وویل چې افغانان باید اوس د خپل ملت دفاع وکړي.

نوموړي دا ژمنه هم وکړه چې امریکا به په ځانګړي توګه د ډپلوماټيک او مرستندویه ماموریتونو او ځايي امنیتي ځواکونو د ملاتړ برخه کې افغانستان یوازې پرېنه ږدي.

  • دي هرالډ سکاټلینډ خپرونه

دي هرالډ سکاټلینډ خپرونې هم د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې ده او په سر کې یې لیکلي، کله چې په ۲۰۰۱میلادي کال کې پر نیويارک تروریستي برید وشو، د بریتانیې د هغه وخت صدراعظم ټوني بلیېر وویل چې هېواد به یې له افغانانو مخ نه اړوي.

ورځپاڼې اشاره کړې چې د بریتانیې ډېرځواکونه په ۲۰۱۴میلادي کال کې له افغانستانه ووتل او پاتې ۷۵۰ یې اوس وځي.

په مقاله کې راغلي چې په افغانستان کې ۴۵۷ بریتانیايي ځواکونه ووژل شول او سلګونو نور په هلمند ولایت کې ټپيان شول، خو لیکوال پوښتنه کوي چې دا ټول د څه لپاره؟

وروسته په مقاله کې راغلي چې پاکستان که څه هم پردې سربېره چې یو اټمي قدرت دی او د بریتانیې ترټولو زیاته برخه مرستې همدا هېواد ترلاسه کوي، په هلمند کې يې د بریتانیا په ماتې کې یو مهم رول ولوباوه.

لیکوال استدلال کوي چې که څه هم بهرني هېوادونه هغه ترجمانان له افغانستانه باسي چې له دوی سره یې کار کړی، خو طالبان اوس هم ښوونکي، ډاکټران او نرسان، پولیس او د قضايه قوې کار کوونکي، قراردادیان او د خیریه ټولنو کار کوونکي هدف ګرځوي.

په همدې حال کې د مقالې په وینا د مخدره موادو کاراوبار مخ پر زیاتېدو دی او طالبانو په دې وروستیو کې ادعا کړې چې د افغانستان تر اتیا فیصده زیاته ځمکه یې لاندې کړې ده.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG