د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

د امرالله صالح وروستیو څرګندونو ته د پاکستان غبرګون


د افغانستان جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح
د افغانستان جمهور رئیس لومړی مرستیال امرالله صالح

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیه کې د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح له لوري شوې ادعا ناسمه بللې او زیاته کړې یې ده چې دغه ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو ښې اړیکې زیانمنولی شي.

دغه اعلامیه چې نن جمعه «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۲۵» خپره شوې راغلي، اوس باید ټول په یو قوت سره د یو سیاسي جوړجاړي لپاره کار وکړي.

د افغانستان د جمهور رئیس لومړي مرستیال امرالله صالح تېره شپه په خپل فېس‌بوک پاڼه ولیکل چې د پاکستان هوايي ځواک او اردو د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ د دروازې د بیا نیول کېدو د هڅې په تړاو افغان هوایي ځواک ته خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي صالح دا هم لیکلی و چې د پاکستان هوايي ځواک دا مهال د وسله‌والو طالبانو د ملاتړ لپاره لاس په کار شوی.

ښاغلي صالح په یو جلا ټویټ کې لیکلي چې په دې اړه‌یې اسناد او شواهد هم له ځینو رسنیو سره شریک کړي دي.

د امرالله صالح د رسنیر دفتر مشر رضوان مراد بیا ازادي راډيو ته وویل، پاکستان په دغه ډول اعلامیو سره نه‌شي کولای د داسې کړنو څخه ځان ته برائت ورکړي.

د افغانستان جمهور رئيس د لومړي مرستیال امرالله صالح د رسنیز دفتر مشر رضوان مراد
د افغانستان جمهور رئيس د لومړي مرستیال امرالله صالح د رسنیز دفتر مشر رضوان مراد


ښاغلی مراد زیاتوي: "د افغانستان هوايي پوځ د پاکستان د هوايي پوځ خبرداری چې غوښتل یې په سپین بولدک کې پر طالبانو او پاکستاني ملېشو برید وکړي دا خبره بې‌اساسه نه‌ده، ټول غږونه او شواهد د افغانستان دفاع وزارت سره مستند شته دي، خو دوهمه خبره د پاکستان د ردولو ده، پاکستان کله منلې چې په افغانستان کې مداخله کوي، د پاکستان رد نور هېڅ د افغانستان خلکو او نړیوالو لپاره د منلو وړ نه‌دی."

ښاغلی مراد وايي، پاکستان د طالبانو ملاتړی هېواد دی او د دې ثبوت له ټولې نړۍ سره شته.

خو په دې حساسو شرایطو کې د دوه ملکونو ترمنځ دغه ډول څرګندونې په څه معنی دي او ایا د سولي پروسه زیانمنولی شي؟

سیاسي کارپوه داوود مایار وايي: "افغان حکومت باید په نړیوالو مسایلو کې مسلکي چلند وکړي، په رامنځته شویو او دې ته ورته نورو مسایلو کې باید خلک وسیله ونه‌ګرځي او یا هم دا وضعیت باید ژر تر ژره کابو شي، په اوس وخت کې د سولې لپاره ګامونه پورته کول اړین دی، نه د یو بل پر وړاندې تقابل."

داوود مایار
داوود مایار

دا ناندرۍ په داسې حال کې رامنځته شوې چې دوه ورځې وړاندې طالبانو د کندهار سپین بولدک ولسوالۍ چې له پاکستان سره یو له مهمو سوداګریزو بندرونو شمېرل کېږي ونیوله.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یې د بېرته نیولو لپاره نن عملیات پیل کړي و چې د چارواکو په وینا له غرمې وروسته‌یې بېرته ونیوله.

XS
SM
MD
LG