د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

ایران: امریکا سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کوو


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

ایران پرون سې شنبې(د چنګاښ ۲۲مه) اعلان وکړ چې د امریکا له متحدو ایالاتونو سره د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې کوي.

تر دې مخکې یوه امریکایي چارواکي ویلي و چې واشنګټن د خپلو زنداني اتباعو د خوشې کولو لپاره کار کوي.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي رابرټ مالي تېره اوونۍ ویلي و چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په ایران کې د ټولو زنداني امریکایانو پر خلاصون ټینګار کوي او یوه جزوي معامله به ونه مني.

د امریکایي 'اېن بي. سي' نیوز د راپور له مخې مالي په ایران کې د زنداني امریکایانو خوشې کېدل لومړیتوب وباله او ویې ویل چې په دې اړه له ایران سره خبرو کې یو څه پرمختګ شوی دی.

د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي رابرټ مالي
د ایران لپاره د امریکا ځانګړي استازي رابرټ مالي

د ایران د حکومت ویاند علي رابعي تایید کړه چې خبرې ترسره شوي او ویې ویل، تهران هم د ټولو زنداني ایرانیانو د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د ایران نیمه رسمي خبري اژانس ایسنا د رابعي له قوله خبر ورکړی چې ویلي يې دي، دغه خبرې روانې دي او که د منلو وړ یوه نتیجه ترلاسه شي، نو به یې اعلان کړي.

ایران د یو شمېر ایراني الاصله امریکایانو په ګډون دوه تابعیت لرونکي زنداني کړي چې د بشري حقونو او یو شمېر نورو فعالانو په وینا تهران له دغو بندیانو څخه په استفادې غواړي له نورو هېوادونو امتیازونه ترلاسه کړي.

ایران او متحدو ایالاتونو په تېر کې هم په خپلو کې بندیان تبادله کړي دي.

د ۲۰۲۰ میلادي کال په جون کې واشنګټن ایرانی ساینس پوه مجید طاهري چې پر ایران د امریکا له خوا له لګول شوېو بندیزونو څخه د سرغړونې په خاطر نیول شوی و، خوشې کړ او تهران هم له خپله اړخه د امریکا د سمندري ځواکونو سابقه لرونکي پوځي مایکل وایټ خوشې کړ.

واشنګټن ایرانی ساینس پوه مجید طاهري
واشنګټن ایرانی ساینس پوه مجید طاهري

نوموړی تېر کال د ایران ستر مشر ایات الله علي خامنه یي ته د سپکاوي او انلاین د خصوصي معلوماتو د خپرېدو په تور په ۱۳ کلونو بند محکوم شوی و.

په عین حال کې د نړۍ له قدرتونو سره د ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي تړون د احیا پر سر خبرې په ټپه دریدلي دي.

تر اوسه پورې په دې اړه شپږ دوره خبرې ترسره شوي دي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ میلادي کال خپل هېواده له دې تړونه وایست او پر ایران یې بېرته بندیزونه ولګول.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې بېرته به له دغه تړون سره یوځای شي که ایران خپلې ټولې ژمنې پرځای کړي.

XS
SM
MD
LG