د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۴

غني: د انتقال په پیچلې مرحله کې یو، خو د وضعیت د مدیریت وړتیا لرو


افغان ولسمشر اشرف غني
افغان ولسمشر اشرف غني

افغان ولسمشر اشرف غني وایي، افغانستان د انتقال په یوه ډېره پیچلې مرحله کې دی، خو حکومت یې دا وړتیا لري چې وضعیت مدیریت کړي.

ولسمشر غني دغه څرګندونې پرون پنجشنبه(د چنګاښ په ۱۷مه نېټ) د کانونو د اوونۍ په مناسبت ارګ کې په یوه غونډه کې وکړې. .

نوموړي زیاته کړه: "وضعیت داسې دی چې د انتقال یوه ډېره پیچلې مرحله د ځمکې پر مخ رامنځته شوې چې نړیوال ځواکونه له شلو کلونو حضور وروسته په خیرسره بېرته خپلو هېوادونو ته ستنیږي، خو دا خاوره د مدیریت وړتیا لري."

ولسمشر غني دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو د وتلو بهیر بشپړېدو ته نژدی شوی دی.

د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره شپه اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د امریکا پوځي ماموریت د راتلونکې اګسټ میاشتې په ۳۱مه پای ته ورسېږي.

له دې مخکې بایډن د دغه ماموریت د پای ته رسېدو لپاره د سېپټمبر ۱۱مه وروستۍ نېټه ټاکلې وه.

دغه راز پنټاګون د تېرې سې شنبې په ورځ وویل چې له افغانستانه یې د ځواکونو د وتلو بهیر په سلو کې نوي بشپړ شوی دی.

په عین حال کې د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسن هم پرون پنجشنبه (د چنګاښ په ۱۷مه نېټه) اعلان وکړ چې له افغانستانه یې اکثره پوځیان وتلي دي.

د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره هم مهاله وسله والو طالبانو هم د تاوتریخوالي په زیاتیدا سره په لسګونو ولسوالۍ نیولي دي.

XS
SM
MD
LG