د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

د 'ریویل' له لوري سایبري حملې؛ له دې بریدونو څومره شرکتونه اغېزمن شوي؟


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د جولای په پنځمه نېټه امنیتي متخصصینو د هغې سایبري حملې اغېز ارزولو ته دوام ورکړ چې د ریويل په نوم یوې ډلې یې ادعا کړې.

دا ډله روسي ژبه وايي او د بیټ کواین انټرنیټي پیسې په بڼه یې د اویا میلیونه ډالرو باج غوښتنه کړې ده.

دې ډلې تهدید کړی چې که پیسې ورنه کړل شي د هدف ګرځول شوېو شرکتونو معلومات به علني خپاره کړي، خو داسې يې څرګنده کړې چې په دې اړه خبرو ته چمتو دي.

د دې حملې له کبله په ټوله نړۍ کې له اته سوه څخه تر پنځلس سوه پورې تجارتونه اغېزمن شوي.

دا حمله پر کاسیا انټرنیټي خدمات رسوونکي شرکت شوې چې له کبله یې نورشرکتونه او تجارتونه هم اغېزمن شوي.

د کاسیا شرکت رییس فریډ وکولا له رویټرز خبري اژانس سره په یوه مرکه کې ویلي چې د زیان اندازه لګول ګران کار دی، ځکه د کاسیا مشتري شرکتونه او ادارې اغېزمن شوي دي.

د کاسیا شرکت
د کاسیا شرکت

د سایبري امنیت متخصصین وايي، دوی باور لري په لږ تر لږه ۱۷ هېوادونو کې تجارتونه اغېزمن شوي چې له دې سره دا حمله په تاریخ کې د باج اخیستلو تر ټولو لویه انټرنیټي حمله ده.

په سوېډن کې د کوپ چېن په نوم شرکت سلګونو مارکیټونه ځکه وتړل شول چې د پیسو ماشینونو یې کار پرېښی.

د دې تر څنګ یو شمېر درملتونونه، د تیلو پمپونه، دولتي رېل ګاډی او دولتي اېس وي ټي ټلوېزیون هم اغېزمن شوي دي.

د جرمني فدرال سایبري امنیتي ادارې ویلي چې دوه انټرنیټي خدمات رسوونکي شرکتونه هم هدف ګرځېدلي، په نیوزیلانډ کې د ښوونځیو او وړکتونو انټرنیټ هم قطع شوی دی.

د امریکا فدرال تحقیقاتي اداره په دې باور ده چې ریویل د مې میاشتې په هغه حمله کې هم لاس درلود چې په برازیل کې يې د غوښو یو تجارت په نښه کړ او په پای کې دې شرکت هککرانو ته ۱۱ میلیونه ډالره باج ورکړ.

جو بایډن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د سایبري باج اخیستونکو ډلو په اړه خبرې کړي
جو بایډن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره د سایبري باج اخیستونکو ډلو په اړه خبرې کړي

په جون کې د امریکا ولسمشر جو بایډن له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په جنیوا کې د سرمشريزې پرمهال د سایبري باج اخیستونکو ډلو په اړه خبرې وکړې چې ګواکې په روسیه کې دا ډلې په معافیت سره فعالې دي.

بایډن وویل چې ده همدا راز پوتین ته وویل چې امریکا به غبرګون وښيي که کوم تحقیقات دا څرګنده کړي چې روسیه د یوې سایبري حملې تر شا لاس لري.

د پوتین ویاند دیمتري پیسکوف د جولای په پنځمه وویل چې امریکا له کرملین څخه د کاسیا شرکت له حملې سره په تړاو معلومات نه دي غوښتي.

ده وویل چې په دې اړه د سایبري امنیت پر موضوعاتو د پوتین او بایډن د خبرو پرمهال بحث کېدای شي.

د بایډن او پوتین ترمنځ د دغو سلا مشورو نېټه لا تر اوسه نه ده ټاکل شوې.

  • 16x9 Image

    ملالۍ بشیر

    ملالۍ بشير په پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو په مرکزي دفتر کې د افغان څانګې خبریاله او ادیتوره ده.

XS
SM
MD
LG