د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

روسیه مېشتې ډلې د امریکا پر 'کاسیا' انټرنیټي شرکت سایبري برید کړی


ارشیف، د امریکا او روسیې ګډ بیرغونه
ارشیف، د امریکا او روسیې ګډ بیرغونه

د 'کاسیا' په نوم انټرنیټي خدمات وړاندې کوونکي شرکت پر سافټوېر په سایبري حملې سره د ریویل REvil په نوم یوې ډلې د دې شرکت په کمپیوټرونو کې خپل سافټويېر نصب کړی. دا شرکت زرګونو مشتریان لري.

'کاسیا' ویلي چې د امریکا د فدرال تحقیقاتي ادارې سره د دې پېښې په اړه کار کوي، خو تر اوسه یې یوازې څلور مشتریان په مستقیمه توګه اغېزمن شوي دي.

خو دا حمله ښايي هغه شرکتونه هم اغېزمن کړي چې د 'کاسیا' له مشتریانو څخه خدمات تر لاسه کوي.

کاسیا د جولای په درېیمه نېټه یوه نوې اعلامیه خپره کړه، خو دا یې نه دي ویلي چې حمله کوونکو څومره باج ورڅخه غوښتی.

په اعلامیه کې راغلي چې تر سایبري حمله لاندې راغلي ټول کمپيوټرونه به د اوس لپاره نه روښانه کوي.

د امریکا فدرال تحقیقاتي ادارې یا 'اېف.بي.ای' په یوه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا له سایبري امنیت ادارې او تاسیساتي امنیت ادارې سره په ګډه د دې پيښې تحقیقات کوي.

ولسمشر جو بایډن ویلي چې امریکايي استخباراتي ادارو ته يې د دې حملې تر شا د لاس لرونکو د پلټلو امر کړی دی.

بایډن امریکايي استخباراتي ادارو ته د دې حملې تر شا د لاس لرونکو د پلټلو امر کړی
بایډن امریکايي استخباراتي ادارو ته د دې حملې تر شا د لاس لرونکو د پلټلو امر کړی

بایډن تېره میاشت د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د سرمشریزې پرمهال د سایبري حملو د تهدید خبره کړې وه.

هنټریس لابز لومړی امنیتي شرکت و چې د دې حملې په اړه يې خبر ورکړ او ويې ویل چې سایبري بریدګرو له کار کوونکو څخه میلیونونه ډالر باج غوښتی وو.

په سوېډن کې د 'ټي.ټي' په نوم یوه خبري اژانس ویلي چې یوه سوېډني شرکت ویسما ایسکام هم د 'کاسیا' ټکنالوژي کاروله او دا شرکت په سوېډن کې د ګڼو تجارتونو کمپیوټرونه اداره کوي.

د سوېډن دفاع وزیر پیتر هولتویست، سویډيش ټلوېزیون ته وویل چې دا حمله ډېره خطرناکه ده او ښکاروي چې په دې هېواد کې تجارتونه او شرکتونه باید خپل چمتووالی زیات کړي.

یو شمېر متخصصین وايي، دا حمله داسې وخت شوې چې کار کوونکي د امریکا د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د جولای د څلورمې د رخصتۍ په خاطر له خپلو کمپیوټرونو لېرې وو او هغه مهال دا سایبري حمله شوې ده.

XS
SM
MD
LG