د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۲

د افغانستان ولسوالیو پرله‌پسې سقوط؛ ولسي جرګه دا لړۍ د پوښتنې وړ بولي


د افغانستان ولسي جرګه
د افغانستان ولسي جرګه

د افغانستان د ولسي جرګې د دوشنبې ورځې عمومي بحث تر ډېره په وروستیو نا امنيو ته ورټول و.

د دغې جرګې یو شمېر غړي په بېلابېلو ولایتونو کې د ولسوالیو پرله‌پسې سقوط اندېښمن کړي او د پوښتنې وړ یې ګڼي.

دوی د دوشنبې ورځې «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۱۴» په عمومي غونډه کې د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي تړون ته په اشارې سره وویل، له افغانستانه د امریکا وتل غیر مسؤلانه دی.

د ولسي جرګې غړی امرالله مرادي وايي: "که ولایتونه او ولسوالۍ سقوط کېږي او د دې سقوط په ترڅ کې طالبان مهمات او زرهي ټانکونه ترلاسه کوي دا سبا ورځ د حکومت لپاره بل ګواښ دی."

له بلې خوا د هلمند ولایت استازی محمد کریم اتل د ولسوالیو د سقوط ترڅنګ د امریکا غیر مسؤلانه وتل د پوښتنې وړ بولي.

ښاغلی اتل زیاتوي: "امریکا د افغانستان له اوسني حکومت سره په درېیمه ورځ امنیتي تړون لاسلیک کړی، په دې تړون کې ډېر مسایل و لکه امریکا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او خپل تړون ته به ژمن پاتې کېږي."

د افغانستان د ولسي جرګې غړی کریم اتل
د افغانستان د ولسي جرګې غړی کریم اتل

په ورته وخت کې د ولسي جرګې بله غړې فاطمه کوهستاني بیا د ولسوالیو سقوط د حکومت له لوري د نامتوازنه وېش پایله بولي.

اغلې کوهستاني وايي: "دا چې نن ولسوالۍ سقوط کېږي د دې دلیل د حکومت له لوري له ځینو ولسوالیو سره د مهماتو د وېش په برخه کې نامتوازنه وېش دی، دغه مهمات د اړتیا له مخې نه‌وېشل کېږي."

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د امریکا او افغان حکومت ترمنځ د امنیتي تړون د څرنګوالي په اړه د افغان حکومت نظر واخلي، خو دوی زموږ اړیکې ځواب نه‌کړې.

له دې وړاندې امریکا ویلي و چې له افغانستانه د وتلو وروسته به هم د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکوي او په افغانستان کې به خپل ډیپلوماتیک حضور ساتي.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت که څه هم وروستیو اندېښنو ته ښکاره ځواب نه‌وايي، خو زیاتوي چې حالت به ډېر ژر بدل شي.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان
د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان

د دې وزارت د ویاند مرستیال فواد امان وايي: "زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه پرته له وقفې هڅه کوي ترڅو له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي او افغانانو ته ارامه ژوند برابر کړي، دغه حالت چې اوس راغلی دا به داسې پاتې نه‌شي، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو او د خلکو په ملاتړ به دا حالت بېرته ښه‌والي خواته لاړ شي."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په افغانستان په ځانګړي ډول شمالي ولایتونو کې جګړو زور اخیستی او د طالبانو لاس ته د یو شمېر ولسوالیو د پرېوتو راپورونه ورکړل شوي دي.

په بدخشان ولایت کې سیمه‌ییزو سرچینو ازادي راډیو ته ویلي چې طالبانو د بدخشان ولایت ۲۵ ولسوالۍ نیولي او یوازې دوه ولسوالۍ د حکومت په ولکه کې دي.

دغو سرچینو د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د سقوط شویو ولسوالیو ‎ډېری یې پرته له جګړې د طالبانو لاسته لوېدلي.

له دې وړاندې د افغان حکومت ځینو سرچینو ویلي و چې له دغو ولسوالیو یې تاکتیکی شاتک کړی.

XS
SM
MD
LG