د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۵

د پکتیا زرمت ولسوالۍ ودانۍ څنګه وسله‌والو طالبانو ته په لاس ورغله؟


د پکتیا زرمت ولسوالۍ
د پکتیا زرمت ولسوالۍ

د پکتیا زرمت ولسوالۍ ودانۍ چې وسله‌والو طالبانو ته پرېښودل شوه، د ولسوال په ګډون ټول سرتېري له یو شمېر وسایطو او مهماتو سره یوځای ترې ووتل او څنګ لوري ولایت پکتیکا ته لاړل.

د لوړ تهدید سره مخ دغه ولسوالي له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې محاصره وه او ولسوالۍ ته غځېدلې لارې وسله‌والو طالبانو په ماینونو پوښلې وې.

وسله‌والو طالبانو د جمعې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۸» غرمه مهال د دې ولسوالۍ د نیولو ادعا وکړه، خو دا ولسوالۍ څنګه د دوی لاس ته ورغله؟

د پکتیا زرمت ولسوالۍ چې له تېر کوچني اختر راوروسته د وسله‌والو طالبانو له لوري کلکه محاصره شوې وه، د پنجشنبې په ورځ «۱۴۰۰ کال د چنګاښ ۰۸» وروسته له هغې د یادې ولسوالۍ ودانۍ وسله‌والو طالبانو ته پرېښودل شوه چې د زرمت ولسوالۍ د ولسوال په وینا تر وروستي بریده ورسره هېڅ لوري مرسته او همکاري ونه‌کړه.

د زرمت ولسوال عبدالرحمن سرجنګ ازادي راډیو ته وویل: "له یو کم ۵۰ ورځو مقاومت وروسته هېچا کمک راونه‌رساوه، حتی اردو زموږ په نیم کیلو مترۍ کې پرته وه، یو فیر هم پرې وسله‌والو طالبانو ونه‌کړ، د ای‌اېس‌ای غلامانو، موږ باندې به‌يې سور اور بل کړی و، بس نن مو تصمیم ونیوه، ترې راغلو مخ په پکتیکا باندې، څلور ټانګونه، دوه رنجرې او نور شیان چې څه مو په وس کې و، هغه مو راوړل."

د زرمت ولسوال عبدالرحمن سرجنګ زرمتی
د زرمت ولسوال عبدالرحمن سرجنګ زرمتی

نوموړی وایي، وسله‌وال طالبان په پرمختللو وسلو سمبال دي او ادعا کوي چې د جنګ پر مهال پرې مسموم کوونکی ګاز هم استعمال شوی دی.

ده زیاته کړه: ؛دوی دوربینونه درلودل، ۸۲ یوه قوي وسله ده، په هغې به‌یې ټاور راوویشت، سوری، سوری به‌یې کړ او سربازان به په‌کې دننه شهیدان شول، خاورو لاندې به شول، مسموم کوونکی ګاز یې راباندې استعمال کړ، موږ به‌یې مسموم کړو، بالاخره اردو به خپل خوبونه کول او موږ باندې به سور اور بل و."

ښاغلی زرمتی وایي، پوره ۴۹ ورځې یې په تش لاس او ډېرو ستونزو له لوړ تهدید سره مخ دغه ولسوالۍ له سقوط وساتله او ان د جنګ په جریان کې یې ولسوالۍ په هغو مزایلو ولګېده چې دوی له تندر قول اردو د مرستې لپاره غوښتي و: "کله به مو چې قول اردو ته وویل چې هاوانونه راوشړئ، موږ به یوځای کوردینات ورکړ، دوی به بل ځای وویشت، حتی درې ورځې مخکې یې زموږ ولسوالۍ وویشتله."

خو په پکتیا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو ویاند ایمل مومند ازادي راډيو ته وویل چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ګډ هدف د هېواد، خاورې او خلکو ساتنه ده او په هېڅ صورت به د خپلو امنیتي ځواکونو د ماتې سبب نه‌شي.

نوموړی وایي، ښایي، په یادې ولسوالۍ توغول شوي هاوانونه وسله‌والو طالبانو توغولي وي.

ښاغلی مومند زیاتوي: "ولې به قصدي خپلو دفاعي ځواکونو باندې هاوان توغول کېږي، دا هېڅ د منلو وړ خبره نه‌ده، بیا هم جنګ دی، وسله‌وال طالبان د خلکو له کورونو، مسجدونو بریدونه کوي، خو هلته کافي شمېر ځواکونه شته چې د وسله‌والو مخالفینو د بریدونو مخه ونیسي."

د پکتیا زرمت ولسوالۍ مخ ته یو شمېر افغان ځواکونه
د پکتیا زرمت ولسوالۍ مخ ته یو شمېر افغان ځواکونه

وسله‌والو طالبانو د زرمت ولسوالۍ د سقوط لپاره لومړی د یادې ولسوالۍ غځېدلې لویې لارې په ماینونو فرش کړې او له هغې وروسته‌یې د دې ولسوالۍ د نیولو لپاره جګړه پیل کړه چې له څه کم دوه میاشتې جګړې وروسته د دې ولسوالۍ په نیولو بریالي شول.

تندر قول اردو وایي، په لارو کې د ماینونو د خطرونو له امله یادې ولسوالۍ ته اکمالات نه‌شي کولای.

خو د یادې ډلې ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته په جګړه کې د مسموم کوونکو ګازو د استعمال موضوع رد کړه او وایي داسې وسلو ته لاسرسی نه‌لري.

زرمت د پکتیا د مرکز ګردېز په لوېدیځه برخه کې پرته ولسوالۍ ده چې د پکتیکا او غزني ولایتونو سره شریکه پوله لري.

له دې لارې د پکتیکا زیاتره او د غزني یو شمېر خلک ګردېز، کابل او نورو څنګ لورو ولایتونو ته تګ راتګ کوي چې اوس‌مهال پرې د خلکو تګ راتګ تر ډېره کم شوی دی.

XS
SM
MD
LG