د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

سید ابراهیم رییسي د ایران د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکې اعلان شو


ریسي د ایران د انتخاباتو کټونکی اعلان شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:14 0:00

ریسي د ایران د انتخاباتو کټونکی اعلان شو

د ایران د کورنیو چارو وزیرعبدالرضا فضلي پرون شنبه (د غبرګولي ۲۹مه) په تهران کې په یوه خبري کنفرانس کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو نتیجه داسې اعلان کړه.

نوموړي وویل: "سید ابراهیم رییسي، د ۱۷ میلیونه او ۹۲۶ زره او ۳۴۵ رایو په ګټلو سره انتخابت ګټلي او د ایران د ولسمشر په توګه انتخاب شو."

۶۰ کلن رییسي چې پخوا د قضایي قوې مشر او یو تُندلاری شخص ګڼل کېږي، د بښنې نړیوال سازمان، امنیسټي انټرنېشنل په ځلونو د دې غوښتنه کړې چې له نوموړي دې د هغه رول په خاطر څېړنه وشي چې په ایران کې یې د خلکو د ورک کېدو، شکنجې، قتل او د بشري حقونو د ځپنې د ادعاوو په برخه کې لري.

نوموړی د ۲۰۱۷ میلادي کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې چې حسن روحاني د دوهمې دورې لپاره وګټل، هم دریدلی و.

په ایران کې د ولسمشرۍ دوره څلور کلنه ده او یو ولسمشر کولای شي چې دوه دورې د ولسمشرۍ دنده مخ ته یوسي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت چارواکو د جمعې د ورځې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مستحقو رایې ورکوونکو ګډون په سلو کې څه کم ۴۹ ښودلی او ویلي یې دي چې د هغو ۵۹ میلیون او له درې سوه زره زیاتو کسانو چې د رایې ورکولو پر شرایطو برابر و، شااوخوا ۲۹ میلیونه یې خپلې رایې کارولي دي.

د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه اي د دغو انتخاباتو ستر ګټونکی ملت بللی او ویلي یې دي چې دوی یو ځل بیا د دښمن د رسنیو د تبلیغاتو او د بد غوښتونکو د نارو سورو پر وړاندې ودریدل.

د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه اي د دغو انتخاباتو ستر ګټونکی ملت بللی
د ایران ستر مشر ایت الله علي خامنه اي د دغو انتخاباتو ستر ګټونکی ملت بللی

که څه هم خامنه اي په شور او شوق په دې انتخاباتو کې د خلکو د ګډون خبره کوي، خو لیدل کېږي چې دا له کله چې په ۱۹۷۹ کال په ایران کې اسلامي انقلاب شوی، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون تر ټولو ټیټه کچه ده.

پر رییسي سربېره محسن رضایي میر قاید، عبدالناصر همتي او امیر حسن قاضي زاده درې نور مخکښ کاندیدان وو چې د اعلان شوېو نتیجو له مخې یې هر یوه په ترتیب دوهم، درېیم او څلورم ځای خپل کړی دی.

XS
SM
MD
LG