د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

هېواد: د مکې له حرمه دې د افغان سولې لپاره پورته شوی غږ بدرګه شي


یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
یو شمېر کابل چاپ ورځپاڼې
  • مسیر

مسیر ورځپاڼې لیکلي، سره له دې چې په دې هېواد کې د کرونا درېیمه څپه هره ورځ د خلکو ژوند اخلي او هره ورځ سلګونه خلک پر دې ویروس اخته کېږي، خو د حکومت کمزوری مدیریت هغه څه دي چې اندېښنې یې راپورته کړې دي.

ورځپاڼه کې وړاندې راغلي، د کرونا درېیمه څپه په ټوله نړۍ کې خطرناکه بلل شوې، خو په افغانستان کې یې څوک دومره پروا نه‌کوي، قرنطین نه مراعت کېږي، دا په داسې حال ده چې د کرونا وبا د لومړۍ څپې په څېر مالي امکانات هم نه‌شته.

مسیر د راټولو شویو معلوماتو پر بنسټ لیکلي، روغتونونه د درملو، بسترونو او اکسیجن له کمښت سره مخ دي، وضعیت ترینګلی دی، هره ورځ زرګونه مشکوکې پېښې ازمویل کېږي. په دې کې سلګونه‌یې داسې وي چې مثبتې راوځي، د کرونا له امله د مړو شمېر هم ورځ تر بلې مخ پر زیاتېدو دی، خو روغتیا وزارت یوازې له خلکو د مرستې غوښتنه کوي او وایي، د دوی سپارښتنې باید عملي کړل شي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د حکومت مسؤلیت دی چې پوه کسانو سره تر سلا مشورو وروسته ستونزې پای ته ورسوي او د دې نړیوالې وبا د کنټرول لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

  • افغانستان

افغانستان ورځپاڼې هم په دې هېواد کې د کرونا ویروس پراخېدو ته په اشارې ټینګار کړی چې د عامې روغتیا وزارت له لوري نیول شوي تدابیر بسنه نه‌کوي او باید جدي اقدامات وشي.

ورځپاڼې نیوکه کړې چې ډېری دولتي ادارې چې په لوړ شمېر خلک ورځي اوس هم پرانیستې دي او عامه ځایونو کې لاهم قرنطین جدي نه‌نیول کېږي.

ورځپاڼه لیکي، د کرونا لومړۍ او دوهمې څپې په پرتله درېیمه څپه خورا ګواښوونکې ده او که د خلکو له لوري دا ویروس جدي ونه‌نیول شي او روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه‌شي، افغانستان به له یو لوی ناورین سره مخ شي چې بیا به‌یې کنټرول نا ممکنه وي.

ورځپاڼه پر خلکو غږ کوي چې قرنطین جدي ونیسي او د ګڼې ګوڼې څخه ډډه وکړي او روغتیایي سپارښتنې په پام کې وساتي.

  • هېواد

هېواد ورځپاڼې ټینګار کړی چې د مکې له حرمه دې د افغان سولې لپاره پورته شوی غږ بدرګه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د سعودي عربستان په کوربه‌توب د افغانستان، پاکستان او سعودي عربستان اسلامي علماوو اعلان وکړ چې له ديني اړخه په افغانستان کې جګړه هېڅ شرعي دليل نه‌لري او دا جګړه دې ژر تر ژره بنده شي.

ورځپاڼې لیکلي، د پاکستاني ترهګرۍ او په افغانستان کې د پاکستان مخامخ جګړې په اړه په نړيواله کچه هم غبرګونونه ښکاره کېږي.

ورځپاڼې په کابل کې د کاناډا پخواني سفير کريس الکساندر هغه څرګندونې را اخیستي چې د نړۍ د سترو صنعتي هېوادونو پر سازمان «G-7» یې غږ کړی چې بايد پاکستان کنټرول او په افغانستان کې يې د نيابتي جګړې دوام ته پرې نه‌ږدي.

دغه پخواني لوړپوړي کاناډايي ډیپلومات ویلي، «G-7» او ناټو سازمان بايد پر پاکستان د ترهګرۍ د ملاتړ له امله بنديزونه ولګوي او د «FATF» (د مالي اقدام ځانګړې ډله) نړيوال تور نوملړ کې شامل کړل شي.

خو د ورځپاڼې له قوله، اندېښنه دا ده چې لا هم د مفتيانو په جامو کې پاکستان په افغانستان کې دا جګړه جهاد بولي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې د کعبې د دې کنفرانس پرېکړې بايد د نړيوال ملاتړ تر سيوري لاندې عملي شي او د ترهګرۍ اصلي ملاتړي خپله سزا وویني.

XS
SM
MD
LG