د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۵

جمهور رئیس غني هلمند کې د الیاس داعي په نوم د څلورلارې نومول منظور کړل


هلمند کې د الیاس داعي په نوم جوړېدونکې څلورلارې
هلمند کې د الیاس داعي په نوم جوړېدونکې څلورلارې

جمهوري ریاست د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هغه وړاندیز منظور کړ چې له مخې یې په هلمند کې یوه څلورلارې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي په نوم نومول کېږي.

ازادي راډیو ته د دې وړاندیز او منظورۍ مکتوب رسېدلی دی.

په دې مکتوب کې د جمهور رئیس غني له قوله لیکل شوي: "د خبریالانو او د بیان له ازادۍ څخه د ملاتړ په هدف، له وړاندیز سره سم، د شهید الیاس داعي په نوم د وړاندیز شوې څلورلارې نومول منظورم."

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز مشر دوا خان مینه‌پال ازادي راډیو ته وویل، نور به دا واټ رسماً د الیاس داعي په نوم یادېږي.

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "دا وړاندیز د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د جادو او واټونو د نوم ایښودنې مرکزي کمېسیون له لوري تأیید شوی و، جمهور رئیس ته وړاندې شو او هغه منظور کړ."

د الیاس داعي د څلورلارې په اړه د جمهوري ریاست له لوري منظور شوی مکتوب
د الیاس داعي د څلورلارې په اړه د جمهوري ریاست له لوري منظور شوی مکتوب

هلمند کې د الیاس داعي څلورلارې د هغه کور ته نږدې، د ولایت مقام پر سړک ده چې د وري په میاشت کې د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د هلمند ولایت د خبریالانو ټولنې په همغږۍ د هغه په نوم ونوموله او وروسته جمهوري ریاست ته د منظورۍ لپاره وړاندې شوه.

د الیاس داعي کورنۍ د حکومت له دې پرېکړې هرکلی کوي، خو وايي د داعي خدمتونو او هڅو ته په کتو باید لا ډېر ځایونه د هغه په نوم شي.

د هغه ورور مدثر دعوت ازادي راډیو ته وویل: "شهید داعي د هلمند لپاره ډېر کار کړی و، د هلمند په سختو شرایطو او هر ډول حالاتو کې یې د هلمندیانو غږ پورته کړی و. یوازې زموږ د کورنۍ نه، بلکې د ټولو هلمندیانو غوښتنه دا ده چې ځینې نورې سیمې هم د ده په نوم ونومول شي. ښوونځي او داسې نور ځایونه چې مهم وي او د ده د ژونالیستکي فعالیتونو پورې اړه ولري."

په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال تېر کال د لړم په ۲۲مه په لښکرګاه کې د ده په موټر پسې د نښلول شوي ماین د چاودنې په پایله کې ووژل شو.

افغان حکومت د هغه د قتل په تور د یوه تن د نیولو خبر ورکړ، خو تر اوسه‌یې په دې اړه لا ډېر جزئیات نه‌دي ورکړي.

بل‌خوا له رسنیو او خبریالانو ملاتړي بنسټونه د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي د عاملانو ته د سزا ورکولو غوښتنه کوي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ اجرائیه رییس مجیب خلوتګر ازادي راډیو ته وویل، حکومت باید د خبریالانو د وژنو او د دوی پر وړاندې د تاوتریخوالي قضیې په سم ډول وڅېړي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ اجرائیه مشر مجیب خلوتګر
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ اجرائیه مشر مجیب خلوتګر

ښاغلی خلوتګر وايي: "مهمه دا ده چې د خبریالانو دوسیې، په ځانګړي ډول د دوی د قتل دوسیې څېړل کېږي. خپله د شهید الیاس داعي دوسیه څېړل کېږي که نه، د هغه قاتل به د قانون منګولو ته وسپارل شي او که نه."

خو د افغانستان حکومت ډاډ ورکوي چې له خبریالانو سره د تاوتریخوالي او د هغوی د قتل هر ډول قضیه به څېړي او په دې برخه کې د ډېرو دوسیو په اړه د څېړنو له پای خبر ورکوي.

خو لا هم د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی او ګواښونه روان دي.

د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له پیل تر اوسه د رسنیو ۹ تنه کارکوونکي او خبریالان وژل شوي دي.

تېر ۲۰۲۰ کال کې دا شمېره ۱۶ تنه وه.

XS
SM
MD
LG