د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

قرغزستان او تاجکستان هوکړه وکړه چې په لانجمنه پوله کې به وضعیت کراروي


د قرغزستان او تاجکستان چارواکي
د قرغزستان او تاجکستان چارواکي

قرغزستان او تاجکستان پرون شنبې (د غبرګولي ۱۵مه) په خپلو کې موافقه وکړه چې په لانجمنه پوله کې به وضعیت کراروي. د مرکزي اسیا د دغو ګاونډیانو ترمنځ پر لانجمنه سرحدي سیمه د څه باندې یوې میاشتې مخکې خونړیو نښتو وروسته د تېرې جمعې په ورځ وضعیت وروسته له هغې بیا کړکېچن شو چې قرغزستان تاجک ځواکونه په هغه سیمه کې چې قرغز چارواکي یې لانجمنه سیمه بولي، د یوه کانټینر په ایښودو تورن کړل. دواړو هېوادونو یو بل له مخکینیو موافقو پر سرغړونه تورن کړل.

د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ وروستی جنجال په اوش سیمه کې راپورته شوی و. د دواړه هېوادونو ترمنځ اوږده پوله تر ډېره نه ده په نښه شوې.

د تاجکستان د سرحدي چارو ادارې د قرغزستان دغه ادعا رد کړه او ویې ویل چې ځواکونه یې هغې پولې ته لېږدول شوي چې مخکې له قرغزستان سره پرې موافقه شوې او دې هېواد هغه د تاجکستان د خاورې په توګه منلې وه.

د دواړو هېوادونو د امنیتي جګ پوړیو چارواکو د خبرو په نتیجه کې پر یوې نهه ماده یي سند موافقه شوې چې له مخې به یې کړکېچ پای ته رسول کېږي او دواړه هېوادونه به سرحدي پوستې له لانجمنې سیمې درې کیلومتره شاته وړي او د نقشې کښلو یا د توپوګرافۍ ډلو ته دنده سپارل کېږي چې پولې په نښه کړي.

قرغزي سرتیري
قرغزي سرتیري

د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ د ۹۷۰ کیلومتره اوږدې پولې تقریباً نیمایي یې نه ده په نښه شوی چې دا مساله د دې سبب شوې چې د پخواني شوروي اتحاد تر ړنګېدو وروسته په تېرو درې لسیزو کې اکثره وختونه د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحدي شخړې راپورته شي.

په تېره اپریل میاشت کې د لانجمنې پولې په یوه برخه کې د رامنځ ته شوې شخړې په نتیجه کې یې د دواړو لورو په لسګونو اوسیدونکي ووژل شول چې ورسره د دغو دواړو بې وزلې هېوادونو ترمنځ د پراخې جګړې د خطر وېره هم زیاته شوې وه.

XS
SM
MD
LG