د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۱

د بندیزونو دوام؛ د اروپايي اتحادیې له هوايي ډګرونو بلاروسي الوتکې منع شوې


بلاروسۍ الوتکه
بلاروسۍ الوتکه

اروپايي اتحادیې د جمعې له ورځې د دې اتحادیې د غړیو هېوادونو په فضا کې د بلاروس د الوتکو تګ-راتګ او د دغو هېوادونو په هوايي ډګرونو کې د بلاروس د الوتکو ناسته منع کړه.

له دې سره په یو وخت د بلاروس د اپوزیسیون یوه مشر چې له هېواده بهر دی، د بلاروس د حکومت پرضد د لوېدیځوالو له لوري د لا سختو بندیزونو د لګېدو غوښتنه وکړه.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اروپايي اتحادیې دا پرېکړه د رایان اییر هوايي شرکت د الوتکې د جبري کښته کولو او په هغې کې د یوه مخالف خبریال د نیولو په ځواب کې د بلاروس د حکومت پرضد د لا پراخو جزايي اقداماتو یوه برخه ده.

اروپايي اتحادیې په یوه اعلامیه کې ویلي، دا اقدام د منځنۍ اروپا په وخت د جمعې د شپې له نیمايي اجرا کېږي او د اروپايي اتحادیې د غړیو هېوادونو ټولو هوايي ډګرونو ته د بلاروس د الوتکو تګ راتګ منع کېږي.

په دې بندیز کې د نورو هېوادونو هغه هوايي شرکتونه هم شامل دي چې د بلاروس د هوايي شرکت سپرلۍ ولېږدوي.

بلاروسۍ الوتکه
بلاروسۍ الوتکه

د اروپا د هوايي چلند د خوندیتوب ادارې هم د چهارشنبې په ورځ ویلي و چې د اروپايي اتحادیې ټول هوايي شرکتونه دې له بیړنیو شرایطو پرته خپلې الوتکې د بلاروس له فضا نه تېروي.

د هوايي ټرانسپورټ نړیوالې ټولنې چې د نړۍ د هوايي چلند د صنعت استازې ده، د اروپايي اتحادیې پر پرېکړې انتقاد کړی او وايي چې دا کار به اسیا ته د الوتنو د اوږدېدو او ګرانه کېدو سبب شي.

خو اروپايي اتحادیه وايي، د هغې الوتکې چې د یونان له اتنه د لیتوانیا ویلینوس ته روانه وه، د بلاروس له لوري په زوره کښته کول او له هغې څخه د یوه خبریال رامان پروتاسویچ نیول، دولتي شوکه ده او باید ونه زغمل شي.

د بلاروس مشر الکساندر لوکاشینکو ادعا کړې چې رامان پروتاسویچ د یوې بلوا لپاره د دسیسې په تنظیمولو بوخت و.

د بلاروس هوايي شرکت چې بلاویا نومېږي، د جرمني، فرانسې او ایټالیا په ګډون د اروپايي اتحادیې تر شلو ډېرو هوايي ډګرونو ته مستقیمې الوتنې لرلې.

XS
SM
MD
LG